نړۍ
1 کمه لوست
د پاکستان په شمال لویدیځ کې د خیبر پښتونخوا د بنو ولسوالۍ کې پر امنیتي ځواکونو ځانمرګی برید وشو.
د پاکستان په شمال لویدیځ کې د خیبر پښتونخوا د بنو ولسوالۍ کې د سه شنبې په سهار یوه زوروره چاودنه وشوه. د پولیسو په وینا یو ځانمرګي بریدګر د چاودیدونکو توکو ډک موټر د پوله ساتو ځواکونو  د سیمه ییزې قرارګاه دروازې سره وجنګاوه.
د پاکستان په شمال لویدیځ کې د خیبر پښتونخوا د بنو ولسوالۍ  کې پر امنیتي ځواکونو ځانمرګی برید وشو.
/ AA
9 ساعته مخکې

په پاکستان کې پر امنیتي ځواکونو ځانمرګی برید وشو.

د پاکستان په شمال لویدیځ کې د خیبر پښتونخوا د بنو ولسوالۍ کې د سه شنبې په سهار یوه زوروره چاودنه وشوه. د پولیسو په وینا یو ځانمرګي بریدګر د چاودیدونکو توکو ډک موټر د پوله ساتو ځواکونو  د سیمه ییزې قرارګاه دروازې سره وجنګاوه.

د چاودنې وروسته ډزې پیل شوې  او څو نورې چاودنې وشوې. د یو سیمه ییز پولیس افسر په وینا وسله وال د چاودنې نه وروسته امنیتي قرارګاه ته  دننه ننوتلي دي.

هغه وویل چې امنیتي ځواکونو سیمه کلابنده کړې ده او د وسله والو پر وړاندې عملیات روان دي.

یو اوسیدونکي وویل چې د موټر ټوټې د کوهاټ سړک په اوږدو کې لیدل شوې دي.

د پولیسو په وینا تر دې دمه درې افسران ټپیان شوي دي، په داسې حال کې چې ځینې وسله وال وژل شوي دي.

پولیسو د پوله ساتو ځواکونو  د قرارګاه شاوخوا سیمه تړلې ده او له اوسیدونکو غوښتنه شوې چې تر عملیاتو د بشپړیدو پورې په کورونو کې پاتې شي.

وپلټۍ
سوډان د تورکیې سوله‌ایز منځګړیتوب وړاندیز ته هرکلی وايي — د سوډان د بهرنیو چارو وزیر.
د لوور په موزیم کې تاریخي بدلون: "موناليزا" لپاره ځانګړې خونه.
د تورکي سریالونه په نړۍ کې د تورکي انځور ته بدلون ورکوي.
دمصر په حتشپسوت معبد کې نوي اثار کشف شول.
د جګړې د جرمونو محکمه په خطر کې ده: دجرمونو نړیوالې محکمې مشر.
'زما یوازینۍ غوښتنه مرګ وو': ژغورل شوي بندي د اسد په زندانونو کې شکنجه افشا کړه.
په نړۍ کې له ۱۰۰۰ څخه زیات ساینس پوهان د غزې د اوربند لپاره لیک لاسلیک کړ.
لبنان د سوریې د اغیزو لاندې نه  د ژغورنې په خاطر په مخ کې ډیره اوږده لار لري.
ایران په اسرائیل کې د ټولنیز پلوه منزوي شوي ځینې یهودان څه ډول د جاسوسانو په توګه جذب کړل؟
د ګولان د لوړو اهمیت او سرائیلو لخوا ددې سیمې د کنټرولو د هلو ځلو لامل په ډاګه شو
اروپایي اتحادیه که روسیه؟ په رومانیا کې دیموکراسي په ریښتیا څوک کمزورې کوي؟
یو فلسطیني ډاکټر چې د غزې نه د وتو څخه انکار کړی وو د اسرائیلو په زندان کې ژوند د لاسه ورکړ.
د اکتوبر په اومه د اسرائیلو او فلسطین د نښتې تاریخي اهمیت
ولې ۲۰۲۴ د بریکس د پرمختګ لپاره یو مهم کال و؟
د شولز تر سقوط وروسته، جرمني خپل ځان د پولې په سر مومي.
ټي آر ټي ګلوبل ته یوه کتنه وکړئ. خپل نظرونه زمونږ سره شریک کړئ!
Contact us