نړۍ
3 کمه لوست
سوریه الاصله ډنمارکي وګړي احمد ادعا کړې چې داعش سره دنمارک د استخباراتو د جاسوس په توګه کار کړی
د ډنمارک سترې محکمې ټاکل شوې ده چې د سې شنبې په ورځ د یوه  سوریه الاصله ډنمارکي وګړي د قضیې په اړه پرېکړه وکړي، چې ادعا کوي چې د داعش ترهګرې ډلې سره د ډنمارک د استخباراتو لپاره د اجنټ په توګه  کار کړی دی.
سوریه الاصله ډنمارکي وګړي احمد ادعا کړې چې داعش سره  دنمارک د استخباراتو د جاسوس په توګه کار کړی
/ Reuters
20 ساعته مخکې

د ډنمارک سترې محکمې ټاکل شوې ده چې د سې شنبې په ورځ د یوه  سوریه الاصله ډنمارکي وګړي د قضیې په اړه پرېکړه وکړي، چې ادعا کوي چې د داعش ترهګرې ډلې سره د ډنمارک د استخباراتو لپاره د اجنټ په توګه  کار کړی دی.

که دا ادعا تایید شي، احمد سمسم کولی شي د ۲۰۱۸ کال هغه سزا چې په اسپانیا کې د داعش د غړیتوب لپاره ورکړل شوې وه، لغوه کولو غوښتنه وکړي.

د سمسم وکیل، رینی اوفرسن، وویل: "د سترې محکمې مثبته پرېکړه به هغه ته، د نورو شیانو ترڅنګ، دا زمینه برابره کړي چې په اسپانیا کې د هغه د جنایي قضیې بیا محاکمې غوښتنه وکړي."

خو ستونزه دا ده چې د ډنمارک استخباراتي ادارې د امنیتي دلایلو له امله د خپلو خبر رسوونکو هویت تایید یا رد کولو څخه ډډه کوي.

سمسم، چې د مادرید محکمې لخوا ورته د اته کلونو بند سزا ورکړل شوې وه، د خپل بند ډېره برخه په ډنمارک کې تېره کړه، وروسته له هغه چې هلته انتقال شو. هغه په ۲۰۲۳ کال کې خوشې شو.

هغه د هر ډول ترهګریز فعالیت انکار کوي او وايي چې د ۲۰۱۳ او ۲۰۱۴ کلونو په جریان کې د سوریې سفرونو پر مهال د داعش غړیتوب یې د ډنمارک د امنیت او استخباراتو ادارې (DSIS) او وروسته د ډنمارک د دفاعي استخباراتو ادارې (DDIS) لپاره کړی و.

دا ادعا د څو شاهدانو او ژورنالیستیکو څېړنو لخوا تایید شوې، چې یوې ټیټې ډنمارکي محکمې ته وړاندې شوې وې، ترڅو معلومه کړي چې آیا هغه د ډنمارک د استخباراتو اجنټ و که نه.

اوفرسن وویل: "څومره چې زه ګورم، د استخباراتي ادارو لپاره به کومه لویه ستونزه نه وي که ستره محکمه د احمد سمسم په ګټه پرېکړه وکړي. دا به یوازې دا معنی ولري چې استخباراتي ادارې باید تایید کړي چې احمد سمسم اجنټ و، چې هر څوک پوهېږي چې هغه و."

خو د سویلي ډنمارک پوهنتون د حقوقو استاد، فریډریک واګې، وویل چې داسې تایید به "یو حیرانونکی خبر" وي.

هغه زیاته کړه چې دا به د ډنمارک د استخباراتي ادارو په عملیاتو کې داسې مداخله وي چې مخکې په ډنمارکي قانون کې نه ده لیدل شوې.

هغه د استخباراتي ادارو لپاره د خپلو سرچینو د پټ ساتلو اهمیت ته اشاره وکړه، خو ویې ویل چې په دې قضیه کې دا دلیلونه کمزوري دي، ځکه چې "دا له ډېر وخت راهیسې یو عامه راز دی چې سمسم اجنټ و."

د داعش د تورونو سربېره، سمسم نورې قانوني ستونزې هم لري. د دوشنبې په ورځ، د کوپنهاګن د استیناف محکمې د هغه پر وړاندې د پولیس افسر سره د تاوتریخوالي په تور درې میاشتې سزا تایید کړه.

وپلټۍ
سوډان د تورکیې سوله‌ایز منځګړیتوب وړاندیز ته هرکلی وايي — د سوډان د بهرنیو چارو وزیر.
د لوور په موزیم کې تاریخي بدلون: "موناليزا" لپاره ځانګړې خونه.
د تورکي سریالونه په نړۍ کې د تورکي انځور ته بدلون ورکوي.
دمصر په حتشپسوت معبد کې نوي اثار کشف شول.
د جګړې د جرمونو محکمه په خطر کې ده: دجرمونو نړیوالې محکمې مشر.
'زما یوازینۍ غوښتنه مرګ وو': ژغورل شوي بندي د اسد په زندانونو کې شکنجه افشا کړه.
په نړۍ کې له ۱۰۰۰ څخه زیات ساینس پوهان د غزې د اوربند لپاره لیک لاسلیک کړ.
لبنان د سوریې د اغیزو لاندې نه  د ژغورنې په خاطر په مخ کې ډیره اوږده لار لري.
ایران په اسرائیل کې د ټولنیز پلوه منزوي شوي ځینې یهودان څه ډول د جاسوسانو په توګه جذب کړل؟
د ګولان د لوړو اهمیت او سرائیلو لخوا ددې سیمې د کنټرولو د هلو ځلو لامل په ډاګه شو
اروپایي اتحادیه که روسیه؟ په رومانیا کې دیموکراسي په ریښتیا څوک کمزورې کوي؟
یو فلسطیني ډاکټر چې د غزې نه د وتو څخه انکار کړی وو د اسرائیلو په زندان کې ژوند د لاسه ورکړ.
د اکتوبر په اومه د اسرائیلو او فلسطین د نښتې تاریخي اهمیت
ولې ۲۰۲۴ د بریکس د پرمختګ لپاره یو مهم کال و؟
د شولز تر سقوط وروسته، جرمني خپل ځان د پولې په سر مومي.
ټي آر ټي ګلوبل ته یوه کتنه وکړئ. خپل نظرونه زمونږ سره شریک کړئ!
Contact us