د سوډان په دارفور کې د مځکښویدنې له امله یو کلی ویجاړ شو، چې له ۱۰۰۰ څخه ډیر خلک یې ووژل
دا غمیزه د یکشنبې په ورځ د مرکزي دارفور د مارا غرونو په تاراسین کلي کې د اګست په وروستیو کې د څو ورځو سختو بارانونو وروسته رامنځته شوه.
د سوډان د لویدیځې سیمې دارفور کې د مځکښویدنې له امله یو کلی ویجاړ شو او لږترلږه ۱۰۰۰ کسان یې ووژل. د سیمې کنټرول کوونکې یاغي ډلې ویلي چې دا د افریقایي هېواد په تازه تاریخ کې له تر ټولو خونړیو طبیعي ناورینونو څخه دی.
د سودان د آزادۍ د غورځنګ ـ پوځ په یوه اعلامیه کې ویلي، دا غمیزه د اګست په وروستیو کې د څو ورځو سختو بارانونو وروسته د یکشنبې په ورځ د مرکزي دارفور د مره غرونو په تراسین کلي کې رامنځته شو.
په اعلامیه کې ویل شوي: “لومړنۍ معلومات ښيي چې د ټول کلي اوسېدونکي چې شمېر یې له زر څخه ډېر اټکل شوی، مړه شوي دي. یوازې یو کس ژوندي پاتې شوی دی.”
دغې ډله وویل چې کلی “په بشپړ ډول له منځه تللی دی” او د مړو د راایستلو لپاره یې د ملګرو ملتونو او نړیوالو مرستندویو ډلو نه د مرستې غوښتنه وکړه.
د شمالي دارفور ایالت اوسېدونکي چې د سوداني پوځ او د چټک ملاتړ ځواکونو (RSF) تر منځ له سختې جګړې تښتېدلي وو، د مره غرونو سیمې ته یې پناه وړې وه، چیرې چې د خوړو او درملو سخت کموالی دی.
د دوو کلونو کورنۍ جګړې د هېواد له نیمایي زیات خلک د لوږې له کړکېچ سره مخ کړي او میلیونه یې له خپلو کورونو بې ځایه کړي دي، په داسې حال کې چې د شمالي دارفور پلازمېنه الفاشر د جګړې ل