تورکیه
3 کمه لوست
ولسمشر اردوغان د شانګهای د غونډې په څنډه کې د اذربایجان او ارمنستان د مشرانو سره جلا جلا لیدنه وکړه
د تورکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان د دوشنبې په ورځ د چين په تيانجين ښار کې د شانګهای د همکارۍ سازمان د دولتونو د مشرانو د شورا د ۲۵مې غونډې په څنډه کې د اذربايجان له ولسمشر الهام علييف سره لیدنه وکړه.
ولسمشر اردوغان د شانګهای د غونډې په څنډه کې د اذربایجان او ارمنستان د مشرانو سره جلا جلا لیدنه وکړه
/ AA
1 سپتمبر 2025

د تورکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان د دوشنبې په ورځ د چين په تيانجين ښار کې د شانګهای د همکارۍ سازمان د دولتونو د مشرانو د شورا د ۲۵مې غونډې په څنډه کې د اذربايجان له ولسمشر الهام علييف سره لیدنه وکړه.

د تورکيې د عامه اړیکو د ریاست لخوا د خپور شوي بیان له مخې دواړو مشرانو د شانګهای سازمان د  غونډې په ترڅ کې د دوه اړخيزو اړيکو ترڅنګ سيمه ييز او نړيوال مسايل هم وڅېړل.

اردوغان د ارمنستان او اذربايجان د سولې په بهير کې د پرمختګ ستاينه وکړه او ويې ويل چې تورکيه به له دې بهير څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکړي. هغه د سيمه ييزو پرمختيايي نوښتونو په همغږۍ کې د تورکيې او اذربايجان د همکارۍ پر ارزښت ټينګار وکړ او زياته يې کړه چې دواړه هېوادونه به په راتلونکي کې د انرژۍ او ترانسپورت په ګډون په ډېرو برخو کې د همکارۍ لپاره ګامونه پورته کړي.

دا غونډه د اردوغان په اقامت ګاه  کې ترسره شوه، چې د تورکيې د بهرنيو چارو وزير حاکان فیدان او د اذربايجان د بهرنيو چارو وزير جیهون بایراموف هم په کې ګډون درلود.

د جنوبي قفقاز په اړه خبرې وشوې

له دې څخه  جلا ولسمشر  اردوغان د غونډې په څنډه کې د ارمنستان له لومړي وزير نیکول پاشینیان سره هم وکتل. دا ليدنه د دواړو مشرانو ترمنځ يو نادره تعامل ګڼل کېږي.

د تورکيې د عامه اړیکو ریاست وويل چې اردوغان د تورکيې او ارمنستان ترمنځ اړيکې وڅېړلې او د جنوبي قفقاز د دوامداره ثبات او سولې د ټينګښت هڅې يې د بحث موضوع وګرځولې.

د تورکيې ولسمشر د ارمنستان او اذربايجان د سولې په بهير کې د پرمختګ هرکلی وکړ او بيا يې ټينګار وکړ چې هېواد يې د سيمې د سولې، ثبات او پرمختګ ملاتړ کوي او په دې هڅو کې به خپل رول ته دوام ورکړي.

اردوغان زياته کړه چې د تورکيې او ارمنستان ترمنځ د همکارۍ د پياوړتيا لپاره ګامونه تر غور لاندې دي.

اردوغان د يکشنبې په ورځ چين ته ورسېد او په هماغه ورځ يې د چين له ولسمشر شي جين پينګ او د پاکستان له لومړي وزير شهباز شريف سره دوه اړخيزې خبرې وکړې. د تورکيې د ولسمشر ډيپلوماټيکه اجنډا د سيمه ييزو بدلونونو په منځ کې د انقرې د فعالې ونډې څرګندونه کوي.

د شانګهای د همکاریو سازمان  ۲۵مه غونډه د دوشنبې په ورځ په رسمي ډول د  د چین د ولسمشر شي د پرانيستونکې وينا سره پيل شوه. دا سازمان چې په لومړي ځل د "شانګهای پنځه" په نوم جوړ شو، چين، روسيه، قزاقستان، قرغزستان او تاجکستان يې غړي وو، وروسته ازبکستان د شپږم غړي په توګه ورسره يوځای شو. اوس مهال شانګهای سازمان لس غړي هېوادونه، دوه څارونکي او ۱۴ د خبرو اترو شریکان لري چې د آسيا، اروپا او افريقا په کچه خپاره دي.

وپلټۍ
سوډان د تورکیې سوله‌ایز منځګړیتوب وړاندیز ته هرکلی وايي — د سوډان د بهرنیو چارو وزیر.
د لوور په موزیم کې تاریخي بدلون: "موناليزا" لپاره ځانګړې خونه.
د تورکي سریالونه په نړۍ کې د تورکي انځور ته بدلون ورکوي.
دمصر په حتشپسوت معبد کې نوي اثار کشف شول.
د جګړې د جرمونو محکمه په خطر کې ده: دجرمونو نړیوالې محکمې مشر.
'زما یوازینۍ غوښتنه مرګ وو': ژغورل شوي بندي د اسد په زندانونو کې شکنجه افشا کړه.
په نړۍ کې له ۱۰۰۰ څخه زیات ساینس پوهان د غزې د اوربند لپاره لیک لاسلیک کړ.
لبنان د سوریې د اغیزو لاندې نه  د ژغورنې په خاطر په مخ کې ډیره اوږده لار لري.
ایران په اسرائیل کې د ټولنیز پلوه منزوي شوي ځینې یهودان څه ډول د جاسوسانو په توګه جذب کړل؟
د ګولان د لوړو اهمیت او سرائیلو لخوا ددې سیمې د کنټرولو د هلو ځلو لامل په ډاګه شو
اروپایي اتحادیه که روسیه؟ په رومانیا کې دیموکراسي په ریښتیا څوک کمزورې کوي؟
یو فلسطیني ډاکټر چې د غزې نه د وتو څخه انکار کړی وو د اسرائیلو په زندان کې ژوند د لاسه ورکړ.
د اکتوبر په اومه د اسرائیلو او فلسطین د نښتې تاریخي اهمیت
ولې ۲۰۲۴ د بریکس د پرمختګ لپاره یو مهم کال و؟
د شولز تر سقوط وروسته، جرمني خپل ځان د پولې په سر مومي.
ټي آر ټي ګلوبل ته یوه کتنه وکړئ. خپل نظرونه زمونږ سره شریک کړئ!
Contact us