د یو تن لخوا په لومړۍ نړۍواله جګړه کې د خپلو نیکونو د موندولو په موخه لټون ددې لامل شوو چې یوې کورنۍ ته د هغه د زوی لخوا څه باندې یوه پیړۍ مخکې لیکل شوی لیک ورسوي.
نیازي التون په نامه یو تن چې د تورکیې د تور سمندرګي د سیمې د سامسون ولایت د کاواک ولسوالۍ اوسیدونکی دی ، چیرې چې د لومړۍ نړیوالې جګړې ټپونه لاهم تازه دي، د خپلو نیکونو چې په لومړۍ نړۍواله جګړه کې لا درکه شوي دي د موندولو په خاطر لټون پيل کړ. د ویلو ده چې د دې ولسوالۍ د کلیو نارینه چې په لومړنۍ نړۍواله جګړه کې د مکلفیت له مخې ګډون کړی وو ، ډیری بیرته ندي راستانه شوي، او غمجنې کورنۍ یې اوس هم د هغوې د برخلیک نه ناخبرې دي.
د نیازي التون دواړه نیکونه یعنې د پلار پلار او د مور پلار د هغو کسانو په ډله کې وو چې د ۱۹۱۴ څخه تر ۱۹۱۸ کال پورې دوام کوونکي په نړۍواله جګړه کې لا درکه شوي دي. التون وايي چې د ماشتوب نه راپدیخوا تل د خپلو والدینو سره د عثماني سرتیرو د شهیدانو هدیرو ته تلل او د خپلو لا درکه شوو نیکونو روح ته به يي دعا کوله. التون وايي چې د خپل نیکونو د برخلیک په اړه هیڅ معلومات نلري چې د هغوې سره به څه شوي وي.
هغه وايي چې "زه د دې لادرکه شویو سرتیرو کیسو اوریدلو سره لوی شوم. د دوی کیسې تل نیمګړې وې. زه نشم کولی چې دداسې نیمګړې یو کیسې سره ژوند وکړم. هغه ټي آر ټي ورلډ ته وویل چې ما پریکړه وکړه چې د خپلو نیکونو برخلیک معلوم کړم. دا معلوم کړۍ چې هغوې سره څه شوي دي.
د نړۍوالې جګړې په جریان کې په میلیونونو سرتیري لا درکه شوي وو. د دوی جسدونه هیڅکله ونه موندل شول، او د دوی ځای د اټکلونو موضوع پاتې ده. ځینې بیا د عثماني امپراتورۍ اړوند سرتیري وو.
۳۹ کلن التون کلونه د خپلې کورنۍ د تاریخ په راټولولو کې تیر کړل، هیله یې درلوده چې د خپلو نیکونو د سفر یادونه وکړي او ومومي چې له دوی څخه څه شوي دي. که څه هم هغه بریالی نه شو، خو هغه د "کاواک شهیدان" په نوم یو کتاب ولیکه، چې د هغه د ولسوالۍ څخه جګړې ته تللي ځوانانو کیسې پکې بیان کړي دي.
هغه ویل چې ما کله هم فکر نه وو کړی چې زما دا کار به د یوې کورنۍ سره مرسته وکړي چې د خپل لا درکه شوي زوی خبر ترلاسه کړي.
نیازي التون په لیسه کې د تورکي ادبیاتو ښوونکی دی. د خپلې روزنې د یوې برخې په توګه، هغه زوړ ترکي رسم الخط زده کړ ، کوم چې د عثماني دورې په جریان کې او د عصري ترکي جمهوریت له تاسیس دمخه کارول کیده.
د ۲۰۲۴ کال د سپتمبر په میاشت کې یوه ورځ ، یو چا هغه ته خبر ورکړ چې په ۱۹۱۸ کال کې د یو ناڅرګند عثماني سرتیري لخوا لیکل شوی لیک د تورکیې د سره صلیب په نندارتون کې نندارې ته وړاندې شوی دی. سرتیري دا لیک د روسیې په بند کې د خپلې کورنۍ لپاره لیکلی و. ټاکل شوې وه چې دا د التون ولسوالۍ په کاواک کې د هغه کورنۍ ته لاړ شي. التون څخه وپوښتل شول چې ایا هغه کولی شي د دې لیک محتويات بیان کړي.
دا لیک د هلال احمر ټولنې ته لیږل شوی و، چې د تورکیې د سرې میاشتې مخکینۍ وه. د نولسمې پیړۍ په وروستیو کې د روسیې-تورکیې جګړې پرمهال تاسیس شوه، ټولنه د ټپیانو او بندیانو سرتیرو سره مرستې په موخه تاسیس شوه.
د شاکر لیک د تخنیکي غلطۍ له امله هیڅکله د هغه کورنۍ ته ونه رسید.
"د عثماني ژبې خط چې په لاس لیکل شوی په اسانۍ سره غلط لوستل کیدی شي. په ریکارډونو کې پته د کاواک ولسوالۍ د 'کرس' کلي لیکل شوی وو، مګر داسې هیڅ کلی شتون نه درلود. کله چې ما پلټنې وکړې زه پوه شوم چې دا ممکن د 'ګوچبه' کلي وي او پلټنه مې پیل کړه.
د هغه اټکل سم و. عسکر، شاکر، په حقیقت کې د ګوچپه کلي اوسیدونکی وو. د رسمي ریکارډونو په مرسته، التون د خپل ځان سره ژمنه وکړه چې هغه به دا لیک چې ۱۰۷ کاله مخکې لیکل شوی دی او د ۱۰۷ کلونو په دننه کې خپل ادرس ته ندی رسیدلی ، خپل ادرس ته ورسوي.
د شاکر کورنۍ
شاکر ښځه، درې زامن او یوه لور درلوده. د هغه ماشومانو د خپل پلار د زړورتیا او ملت ته د هغه د خدمت کیسو اوریدلو سره لوی شول.
خو، د تاریخ له لاسه ورکړل شویو ډیرو سرتیرو په څیر، د هغه برخلیک ناڅرګند پاتې شو. د کوم پیژندل شوي قبر او وروستۍ کلمې پرته، د هغه اولادونو یوازې د تشې د ډکولو لپاره کیسې درلودې. دا هغه وخت بدل شو کله چې التون د دسمبر په میاشت کې د شاکر یوازینی پاتې لمسي، عثمان چاکر، وموند.
التون وویل چې کله يي کورنۍ وموندله او هغوې ته يي دا لیک ورسوه ، کورنۍ غړي ټول په ژړا شول. حتا دوې به کله داسې تصور نه کولو چې ۱۰۷ کاله وروسته د خپل نیکه لیک ترلاسه کړي.
د التون وویل چې دې دا لیک د ANDA په نامه د بشري بڼسټ په مرسته، چې په تورکیه کې یو بشري بنسټ دی او د تعلیم، څیړنې، مرستې، او د لټون او ژغورنې په برخو کې فعالیت کوي دا لیک د فبروري په ۱۵مه د شاکر لمسیانو تسلیم کړ. هغه وویل چې دا لیک په ځانګړې توګه ډیزاین شوی وو.
د ډیزاین یوه اړخ ته د شاکر لاسي لیک په اصلي عثماني رسم الخط کې وو، او بل اړخ یې د تورکي ژباړه وه.
د ویلو ده چې دې لیک د هغه کورنۍ او زمونږ د ټولو د سترګو نه اوښکې جاري کړې.
"موږ د یو سړي په اړه خبرې کوو چې د خپل وطن لپاره یې دواړه پښې له لاسه ورکړې وې او کلونه په بند کې پاتې شوی دی. بیا هم د هغه خبرې هیڅ افسوس، هیڅ تریخوالی نه منعکس کوي. هغه په یو داسې ژبه دا خط لیکلي دی چې دا د مړانتیا ژبه ده.
د شاکر یوازینۍ اندیښنه دا وه چې هغه د خپلې کورنۍ، خپلو څلورو ماشومانو څخه بې خبره وو، او هغه هیڅکله دوې هیر کړي نه وو
د دولت ریکارډونه ښیې چې شاکر په ۱۹۲۱ کال کې مړ شوی، د خپل لیک له خپرولو درې کاله وروسته. په هرصورت، دا ممکن یوه اټکل شوې نیټه وي.
د التون په وینا، د سرتیرو ډیری راپورونه شتون لري چې د مړو په توګه ثبت شوي وو، یوازې کلونه وروسته بیرته راڅرګند شول، ځینې یې بیرته کور ته راستانه شول او نور یې په بل ځای کې نوی ژوند پیل کړ.
یو چانس شتون لري چې شاکر ژوندی پاتې شوی وي او په بل ځای کې ژوند پیل کړی وي.