نړۍ
3 کمه لوست
شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون او د روسیې ولسمشر وپوتین په بیجینګ کې په ستر پوځي پریډ کې ګډون وکړ
د چین ولسمشر شي جینپینګ  چې د دواړو مشرانو سره لاسونه ورکړي وو د هغوی ترمنځ د سرې غالۍ پر سر د تیانانمین میدان ته لاړ، چیرې چې زرګونو خلکو ملي سندرې ویلې، سرتیرو په منظم ډول پوځي پرید کولو.
شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون او د روسیې ولسمشر وپوتین په بیجینګ کې په ستر پوځي پریډ کې ګډون وکړ
/ AP
3 سپتمبر 2025

د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په بیجینګ کې په ستر پوځي پریډ کې ګډون وکړ.  دا د یووالي بې ساري نندارې د امریکا غبرګون وپارو. واشنګټن سمدلاسه غبرګون وښود.

د چین ولسمشر شي جینپینګ  چې د دواړو مشرانو سره لاسونه ورکړي وو د هغوی ترمنځ د سرې غالۍ پر سر د تیانانمین میدان ته لاړ، چیرې چې زرګونو خلکو ملي سندرې ویلې، سرتیرو په منظم ډول پوځي پرید کولو. چین د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال د جاپان تسلیمېدو د ۸۰مې کلیزې په مناسبت دا مراسم جوړ کړي دي.

شي په خپله وینا کې وویل: "د چین د ملت بیا راژوندي کېدل نه تم کېدونکی دی او د بشریت د سولې او پرمختګ موخه به بریالۍ شي." هغه نړۍ ته خبرداری ورکړ چې اوس د "سولې یا جګړې د انتخاب" په درشل کې ده.

دا ۷۰ دقیقې ننداره د یوې اونۍ ډیپلوماسۍ پای و چې د چین په تیانجین بندري ښار کې جوړه شوې وه. د شانګهای د همکاریو سازمان غونډه چې د ددې سازمان د غړیو هیوادونو مشرانو پکې ګډون کړی و. همداشان د شانګهای پدې غونډه کې د لویدیځ زورزیاتی وغندل شو.

پداسې حال کې چې پوتین په اوکراین کې د روسیې له جګړې څخه دفاع وکړه، د چین ولسمشر  شي هڅه وکړه چین د سیمه ییزو اتحادونو د مرکز په توګه وړاندې کړي چې د لویدیځ نفوذ څخه بهر وي.

د کیم ګډون د هغه لپاره لومړی ځل و چې په یوه غونډه کې یې د شي او پوتین سره یوځای ګډون وکړ، او په تېرو شپږو کلونو کې یوازې دویم ځل و چې هغه بهر ته سفر وکړ.

هغه د خپلې لور کیم جو-ای سره په اورګاډي  کې بیجینګ ته ورسېد او د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي لخوا یې هرکلی وشو.

د پوځي چارو مینه والو یادونه وکړه چې د تمریناتو په ترڅ کې د کښتیو ضد توغندي، ډرونونه، د توغندیو دفاعي سیستمونه او داسې څه چې د نوي لیزري وسلې په توګه ګڼل کېدل، شامل وو.

چارواکو وویل چې ټول تجهیزات په کور دننه جوړ شوي او په فعاله توګه په خدمت کې دي.

ټرمپ غبرګون وښود

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، چې د دې لوړپوړې غونډې په اړه ترینه  وپوښتل شول، درې واړه مشران یې د واشنګټن پر وړاندې د دسیسې په جوړولو تورن کړل.

هغه وویل: "زه هیڅ اندیښنه نه لرم، نه،" خو زیاته یې کړه چې هغوی په بیجینګ کې "د امریکا پر وړاندې دسیسه جوړوي."

هغه زیاته کړه: "ډېر امریکایان د چین د بریا او ویاړ په لټه کې خپل ژوند له لاسه ورکړ. زه هیله لرم چې هغوی د خپلې زړورتیا او قربانۍ لپاره په سمه توګه وستایل شي او یاد شي!"

په غونډه کې د ګډون کوونکو مشرانو په منځ کې د ایران ولسمشر مسعود پزشکيان، د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف، د میانمار د پوځ مشر مین آونګ هلاینګ، د سلواکیا لومړی وزیر رابرټ فیکو، د سربیا ولسمشر الکساندر ووچیچ، د مغولستان ولسمشر خورلسوخ اوخنا، د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایوف او د بیلاروس ولسمشر الکساندر لوکاشینکو شامل وو.

دا پریډ د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال د جاپاني اشغال پر وړاندې د چین د مبارزې د بریا یادون و.

وروستی لوی پوځي پریډ چې د دې مناسبت لپاره ترسره شوی و، په ۲۰۱۵ کال کې ترسره شوی و.

 

وپلټۍ
سوډان د تورکیې سوله‌ایز منځګړیتوب وړاندیز ته هرکلی وايي — د سوډان د بهرنیو چارو وزیر.
د لوور په موزیم کې تاریخي بدلون: "موناليزا" لپاره ځانګړې خونه.
د تورکي سریالونه په نړۍ کې د تورکي انځور ته بدلون ورکوي.
دمصر په حتشپسوت معبد کې نوي اثار کشف شول.
د جګړې د جرمونو محکمه په خطر کې ده: دجرمونو نړیوالې محکمې مشر.
'زما یوازینۍ غوښتنه مرګ وو': ژغورل شوي بندي د اسد په زندانونو کې شکنجه افشا کړه.
په نړۍ کې له ۱۰۰۰ څخه زیات ساینس پوهان د غزې د اوربند لپاره لیک لاسلیک کړ.
لبنان د سوریې د اغیزو لاندې نه  د ژغورنې په خاطر په مخ کې ډیره اوږده لار لري.
ایران په اسرائیل کې د ټولنیز پلوه منزوي شوي ځینې یهودان څه ډول د جاسوسانو په توګه جذب کړل؟
د ګولان د لوړو اهمیت او سرائیلو لخوا ددې سیمې د کنټرولو د هلو ځلو لامل په ډاګه شو
اروپایي اتحادیه که روسیه؟ په رومانیا کې دیموکراسي په ریښتیا څوک کمزورې کوي؟
یو فلسطیني ډاکټر چې د غزې نه د وتو څخه انکار کړی وو د اسرائیلو په زندان کې ژوند د لاسه ورکړ.
د اکتوبر په اومه د اسرائیلو او فلسطین د نښتې تاریخي اهمیت
ولې ۲۰۲۴ د بریکس د پرمختګ لپاره یو مهم کال و؟
د شولز تر سقوط وروسته، جرمني خپل ځان د پولې په سر مومي.
ټي آر ټي ګلوبل ته یوه کتنه وکړئ. خپل نظرونه زمونږ سره شریک کړئ!
Contact us