د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ اوکراین ته د پاتریوت دفاعي توغندیو استولو سره موافقه وکړه.
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ټرمپ وویل چې اوکراین ته د پاتریوت هوايي دفاعي توغندي واستوي. هغه د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین په اړه خپل ناهیلي یو ځل بیا یاده کړه.
ټرمپ د یکشنبې په ورځ په مریلینډ کې د جواینټ بیس انډریوز په هوایيه کې خبریالانو ته وویل: "اروپایي اتحادیه د دې لپاره پیسې ورکوي. موږ هیڅ لګښت نه ورکوو، خو موږ به یې واستوو. دا به زموږ لپاره یو کاروبار وي، او موږ به هغوی ته پاتریوټ واستوو، چې هغوی ورته سخته اړتیا لري." هغه دا نه دي ویلي چې څومره د پاتریوت توغندیو سیستمونه به اوکراین ته واستوي.
د امریکا ولسمشر ټرمپ د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین په چلند او دریځ د نیوکې سره وویل چې "پوتین ډیر زیات خلک حیران کړي دي. هغه په ښکلي ډول خبرې کوي، خو بیا د شپې خلک بمباروي، چې دا یو څه ستونزه ده: زه ددې چلند او دریځ نه ناخوښی یم."
ټرمپ وویل چې هغه به د ناټو د عمومي منشي مارک روټ سره یوه ناسته وکړي، څوک چې د دوشنبې په ورځ واشنګټن ډي سي ته د دوه ورځني سفر لپاره ځي. هغه به د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو، د دفاع وزیر پیټ هیګسیټ او د کانګرس غړو سره هم وګوري.
کله چې ترې وپوښتل شول چې آیا هغه به د دوشنبې په ورځ د روسیې پر وړاندې بندیزونه اعلان کړي، هغه وویل: "موږ به وګورو چې سبا څه کیږي."
ټرمپ یادونه وکړه چې اروپا د روسیې پر وړاندې بندیزونه اعلان کړي دي.
هغه وویل: "زه د ولسمشر پوتین څخه ډیر مایوسه یم. ما فکر کاوه چې هغه به هغه څه وکړي چې وایي یې خو هغه د ورځې په ډیره ښکلي ډول خبرې کوي او بیا د شپې خلک بمباروي. زمونږ لپاره دا د منلو وړ نده."
سناتورانو لینډسي ګراهام او ریچارډ بلومینتھال د اپریل په لومړۍ نېټه د "د روسیې بندیز قانون ۲۰۲۵" په نوم یو قانون وړاندې کړ، چې د هغو هېوادونو چې د روسیې څخه تیل ، ګازو ، یورانیم او نورو توکي واردوي ۵۰۰ سلنه تعرفه ولګوي .
ټرمپ د تیرې پنجشنبې په ورځ وویل چې هغه به د دوشنبې په ورځ د روسیې په اړه یو "لوی بیان" وکړي، پرته له دې چې نور جزئیات ورکړي.