د فلسطین مقاومت ډلې حماس ویلي چې دوی د مسلکي کارپوهانو د یوې خپلواکې ملي ادارې د جوړولو پر سره موافقه کړې ده ترڅو د غزې چارې پرمخ یوسي. حماس پداسې حال کې دا اعلان کړی دی چې د تیرې میاشتې منځګړو لخوا وړاندې شوې وړاندیز ته د اسرائیلو ځواب ته انتظار کوي.
حماس په یوه بیان کې ویلي: "حماس لا هم د اسرائیلو ځواب ته انتظار باسي چې د اګست په ۱۸مه د منځګړو لخوا وړاندې شوی و او د دوې لخوا منل شوی دی."
دې ډلې یو ځل بیا خپله چمتووالی څرګند کړی چې د یوې پراخې موافقې لپاره کار وکړي چې له مخې به یې ټول اسراییلي بندیان د اسرائیلو په زندانونو کې د ټاکل شوي شمېر فلسطیني بندیانو په بدل کې خوشې شي.
پدغه پلان کې د غزې د نسل وژنې پای ته رسول، د اسرائیلي ځواکونو بشپړ وتل، د مرستو د رسولو لپاره د لارې پرانیستل، او د بیا رغونې د پیل چارې شامل دي.
حماس ویلي چې د مسلکې کارپوهانو د ادارې منل د دې لپاره یو هڅه ده چې د اسرائیلي چارواکو لخوا د "ورځې وروسته" د غزې د حکومتدارۍ په اړه پوښتنې ته ځواب ورکړي، کوم چې دوی د تاوتریخوالي د اوږدولو د توجیه لپاره کاروي.
دا بیان په داسې حال کې خپور شوی چې اسرائیلي رسنیو راپور ورکړی چې لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو، چې د نړیوالې جنایي محکمې لخوا د نیولو امر لري، د یوې جزوي موافقې د غوښتنې څخه لاس اخیستی او اوس د یوې پراخې موافقې غوښتنه کوي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم د چهارشنبې په ورځ ویلي چې "ټول اسرائیلي سرتیري چې په غزه کې نیول شوي دي باید خوشې شي."
حماس او فتحه تېر ډسمبر په قاهره کې په خبرو کې موافقه کړې وه چې د غزې د چارو د مدیریت لپاره یوه کمیټه جوړه کړي، خو فلسطیني ادارې دغه ترتیب رد کړ او ټینګار یې وکړ چې باید د سیمې د حکومتدارۍ مسوولیت په غاړه واخلي.
په غزه کې تاوتریخوالي د سیمې ډېره برخه په کنډوالو بدله کړې ده.
د اسرائیلو د نږدې دوو کلونو بریدونو له امله له ۶۳,۰۰۰ څخه زیات فلسطینیان وژل شوي، د سیمې ډېری خلک بې ځایه شوي، او غزه د قحطۍ تر څنډې رسول شوې ده.
حماس ویلي چې دوی د "تخنیکي کارپوهانو د ملي خپلواکې ادارې" د جوړولو لپاره ژمن دي ترڅو په ټولو برخو کې د حکومتدارۍ مسوولیت په فوري توګه په غاړه واخلي.