د غزې جګړه
2 کمه لوست
د اګست په میاشت کې غزه کې د لوږې له امله ۱۸۵ کسان مړه شوي دي
د فلسطین د روغتیا وزارت د سه شنبې په ورځ وویل چې د اګست په میاشت کې ۱۸۵ کسان، چې ۱۲ ماشومان هم پکې شامل دي، د لوږې له امله مړه شوي، چې دا د اسرائیلو د جګړې له پیل راهیسې د اګست په میاشت کې تر ټولو لوړه شمېره ده.
د اګست په میاشت کې غزه کې د لوږې له امله ۱۸۵ کسان مړه شوي دي
/ AA
2 سپتمبر 2025

د اګست په میاشت کې غزه کې د لوږې له امله ۱۸۵ کسان مړه شوي دي

د فلسطین په محاصره شوي سیمه کې روغتیايي چارواکي د قحطۍ د لا زیاتېدو او د مرستو د جدي کمښت خبرداری ورکوي.

د فلسطین د روغتیا وزارت د سه شنبې په ورځ وویل چې د اګست په میاشت کې ۱۸۵ کسان، چې ۱۲ ماشومان هم پکې شامل دي، د لوږې له امله مړه شوي، چې دا د اسرائیلو د جګړې له پیل راهیسې د اګست په میاشت کې تر ټولو لوړه شمېره ده.

وزارت وویل چې د دغو مړینو ۷۰ پېښې وروسته له هغه رامنځته شوې چې د ملګرو ملتونو د ملاتړ لاندې د لوږې د څارنې سیستم، د خوراکي امنیت ادغام شوی پړاو درجه‌ بندي (IPC)، تیره میاشت په رسمي ډول غزه د قحطۍ زون اعلان کړه.

روغتیايي چارواکو راپور ورکړ چې د پنځو کالو څخه کم عمر لرونکي ۴۳,۰۰۰ څخه زیات ماشومان د غذایي کمښت سره مخ دي، په ورته وخت کې ۵۵,۰۰۰ حامله او د شيدو ورکوونکو  ميرمني هم په دې ستونزه اخته دي.

هغوی زیاته کړه چې اوس ۶۷ سلنه حامله ښځې د وینې کمښت )انیمیا( لري، چې دا په کلونو کې ترټولو خطرناکه کچه ده.

وزارت خبرداری ورکړ چې که عاجل خوراکي او طبي توکي ونه رسول شي، نو بهیر به له فاجعه‌ پایلو سره مخ شي، او د لوږې اړوند مړینې په چټکۍ سره زیاتیدو ته يې اشاره وکړه.

اسرائیل له اکتوبر ۲۰۲۳ راهیسې په غزه کې له ۶۳,۵۰۰ څخه زیات فلسطینیان وژلي دي. جګړې د سیمې اقتصادي او ټولنیز ژوند تباه کړی، چې د اسرائیلي محاصرې له امله له قحطۍ سره مخ ده.

تیر نومبر، د نړیوالې جنایي محکمې لخوا د اسرائیل د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو او د هغه پخواني دفاع وزیر یوآف ګالانټ پر ضد د جنګي جرمونو او د بشري ضد جرمونو په خاطر د نیولو امرونه صادر شول.

اسرائیل هم د عدالت په نړیواله محکمه کې د نسل وژنې قضیې سره مخ دی.

وپلټۍ
سوډان د تورکیې سوله‌ایز منځګړیتوب وړاندیز ته هرکلی وايي — د سوډان د بهرنیو چارو وزیر.
د لوور په موزیم کې تاریخي بدلون: "موناليزا" لپاره ځانګړې خونه.
د تورکي سریالونه په نړۍ کې د تورکي انځور ته بدلون ورکوي.
دمصر په حتشپسوت معبد کې نوي اثار کشف شول.
د جګړې د جرمونو محکمه په خطر کې ده: دجرمونو نړیوالې محکمې مشر.
'زما یوازینۍ غوښتنه مرګ وو': ژغورل شوي بندي د اسد په زندانونو کې شکنجه افشا کړه.
په نړۍ کې له ۱۰۰۰ څخه زیات ساینس پوهان د غزې د اوربند لپاره لیک لاسلیک کړ.
لبنان د سوریې د اغیزو لاندې نه  د ژغورنې په خاطر په مخ کې ډیره اوږده لار لري.
ایران په اسرائیل کې د ټولنیز پلوه منزوي شوي ځینې یهودان څه ډول د جاسوسانو په توګه جذب کړل؟
د ګولان د لوړو اهمیت او سرائیلو لخوا ددې سیمې د کنټرولو د هلو ځلو لامل په ډاګه شو
اروپایي اتحادیه که روسیه؟ په رومانیا کې دیموکراسي په ریښتیا څوک کمزورې کوي؟
یو فلسطیني ډاکټر چې د غزې نه د وتو څخه انکار کړی وو د اسرائیلو په زندان کې ژوند د لاسه ورکړ.
د اکتوبر په اومه د اسرائیلو او فلسطین د نښتې تاریخي اهمیت
ولې ۲۰۲۴ د بریکس د پرمختګ لپاره یو مهم کال و؟
د شولز تر سقوط وروسته، جرمني خپل ځان د پولې په سر مومي.
ټي آر ټي ګلوبل ته یوه کتنه وکړئ. خپل نظرونه زمونږ سره شریک کړئ!
Contact us