د غزې جګړه
3 کمه لوست
حماس وایي نتنیاهو اسیران قرباني کوي او د اردن چارواکي وايي عربان به د نتنیاهو پالیسي قبوله نکړي
د فلسطین د مقاومت ډلې حماس  ویلي دي چې د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو او د هغه افراطي رژیم د غزې د بیا نیولو پلان په اړه بحث کوي، هغوې په غزه کې  اسرائیلي بندیان د خپلو دې هڅو قرباني کوي.
حماس وایي نتنیاهو اسیران قرباني کوي او د اردن چارواکي وايي عربان به د نتنیاهو پالیسي قبوله نکړي
/ AA
8 اګست 2025

حماس د اسرائیلو لومړی وزیر نتنیاهو د اسرائیلي بندیانو پر قرباني کولو تورن کړ.

د فلسطین د مقاومت ډلې حماس  ویلي دي چې د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو او د هغه افراطي رژیم د غزې د بیا نیولو پلان په اړه بحث کوي، هغوې په غزه کې  اسرائیلي بندیان د خپلو دې هڅو قرباني کوي.

حماس د پنجشنبې په ورځ په یوه بیان کې وویل "د نتنیاهو د بریدونو د زیاتولو پلانونه په ښکاره توګه ښيي چې هغه غواړي د بندیانو څخه ځان خلاص کړي او هغوی د خپلو شخصي ګټو او افراطي نظریاتي اجنډا لپاره قرباني کړي."

دا بیان په داسې حال کې خپور شو چې نتنیاهو خپل امنیتي کابینه راوبلله ترڅو په غزه کې د نسل وژنې د پراخولو په اړه رایه ورکړي. د اسرائیلو رسنیو راپور ورکړ چې دا پلان ممکن د فلسطین سیمې بشپړ پوځي نیول شامل کړي.

د اسرائیلو دولتي خبري اژانس ( کان ) د نامعلومو رسمي سرچینو له خولې راپور ورکړی، وویل چې نتنیاهو د "سپک" او "تدریجي" ستراتیژۍ وړاندیز وکړ، چې د غزې د نسل وژنې له پیل راهیسې تر ټولو حساسه غونډه ګڼل کېږي.

د راپور له مخې، پلان دا دی چې اسراییلي ځواکونه هغو سیمو ته پرمختګ وکړي چې مخکې یې نه وې نیولې، په شمول د هغو ځایونو چې د حماس د روزنې کمپونه ګڼل کېږي، د غزې په منځنۍ برخه او د غزې په ښار کې . دا پلان پداسې حال کې وړاندې کیږي چې د پوځ لوی درستیز ایال زمیر لخوا خبرداری ورکړل شوی.

نتنیاهو د پنجشنبې په ورځ د امریکايي تلویزیوني شبکې فاکس نیوز سره په یوه مرکه کې وویل چې اسرائیل غواړي د غزې ټول کنټرول ترلاسه کړي، خو نه غواړي چې هغه وساتي یا پرې حکومت وکړي.

حماس په ځواب کې وویل: "د جنګي مجرم بنیامین نتنیاهو د فاکس نیوز سره په خپله مرکه کې هر څه په ډاګه کړل، هغه څه چې هغه پلان لري د نسل وژنې او جبري بې ځایه کولو د پالیسۍ دوام دی، د دې لپاره چې زموږ د فلسطیني خلکو په وړاندې نور جرمونه ترسره کړي."

وروسته له دې چې نتنیاهو وویل اسرائیل غواړي غزه عرب ځواکونو ته وسپاري چې پرې حکومت وکړي د اردن یوه چارواکي رویټرز خبري اژانس ته وویل چې عربان "یوازې د هغه څه ملاتړ کوي چې فلسطینیان پرې موافقه وکړي او پرېکړه وکړي"

سرچینې زیاته کړه: "د غزې امنیت باید د مشروع فلسطیني ادارو له لارې ترسره شي."

نتنیاهو د حکومتدارۍ د ترتیباتو یا کومو عرب هیوادونو ښکېلتیا په اړه وضاحت ورنه کړ.

د اردن چارواکي وویل: "عربان به د نتنیاهو د پالیسۍ ملاتړ ونه کړي او نه به د هغه ستونزې پاکې کړي." دا د نتنیاهو د څرګندونو په وړاندې د یوه مهم عربي ګاونډي لومړنی غبرګون و.

د اکتوبر ۲۰۲۳ راهیسې، په غزه کې د اسرائیلو د نسل وژنې له امله د فلسطینیانو په منځ کې د پام وړ مرګ ژوبله رامنځته شوې. د فلسطیني چارواکو راپورونه ښيي چې د اسرائیلو لخوا تر ۶۱,۰۰۰ زیات فلسطینیان وژل شوي، چې زیاتره یې ښځې او ماشومان دي.

د فلسطین رسمي خبري اژانس وافا په وینا، ویره ده چې شاوخوا ۱۱,۰۰۰ فلسطینیان د ویجاړو شویو کورونو لاندې ښخ دي.

کارپوهان وړاندوینه کوي چې په غزه کې د مرګ ژوبلې اصلي شمېر ښايي د رسمي راپورونو څخه ډېر زیات وي، چې شاوخوا ۲۰۰,۰۰۰ ته رسېدلای شي.

د ۲۰۲۳ کال په ترڅ کې حماس ۲۵۱ کسان نیولي وو، چې له دې ډلې ۴۹ لا هم په غزه کې پاتې دي، او ۲۷ د پوځ لخوا مړه ګڼل شوي. حماس وايي چې ډېر بندیان د اسراییلي بریدونو په ترڅ کې وژل شوي دي.

اسراییل شاوخوا ۱۱,۰۰۰ فلسطینیان نیولي او زنداني کړي دي.

وپلټۍ
سوډان د تورکیې سوله‌ایز منځګړیتوب وړاندیز ته هرکلی وايي — د سوډان د بهرنیو چارو وزیر.
د لوور په موزیم کې تاریخي بدلون: "موناليزا" لپاره ځانګړې خونه.
د تورکي سریالونه په نړۍ کې د تورکي انځور ته بدلون ورکوي.
دمصر په حتشپسوت معبد کې نوي اثار کشف شول.
د جګړې د جرمونو محکمه په خطر کې ده: دجرمونو نړیوالې محکمې مشر.
'زما یوازینۍ غوښتنه مرګ وو': ژغورل شوي بندي د اسد په زندانونو کې شکنجه افشا کړه.
په نړۍ کې له ۱۰۰۰ څخه زیات ساینس پوهان د غزې د اوربند لپاره لیک لاسلیک کړ.
لبنان د سوریې د اغیزو لاندې نه  د ژغورنې په خاطر په مخ کې ډیره اوږده لار لري.
ایران په اسرائیل کې د ټولنیز پلوه منزوي شوي ځینې یهودان څه ډول د جاسوسانو په توګه جذب کړل؟
د ګولان د لوړو اهمیت او سرائیلو لخوا ددې سیمې د کنټرولو د هلو ځلو لامل په ډاګه شو
اروپایي اتحادیه که روسیه؟ په رومانیا کې دیموکراسي په ریښتیا څوک کمزورې کوي؟
یو فلسطیني ډاکټر چې د غزې نه د وتو څخه انکار کړی وو د اسرائیلو په زندان کې ژوند د لاسه ورکړ.
د اکتوبر په اومه د اسرائیلو او فلسطین د نښتې تاریخي اهمیت
ولې ۲۰۲۴ د بریکس د پرمختګ لپاره یو مهم کال و؟
د شولز تر سقوط وروسته، جرمني خپل ځان د پولې په سر مومي.
ټي آر ټي ګلوبل ته یوه کتنه وکړئ. خپل نظرونه زمونږ سره شریک کړئ!
Contact us