نړۍ
3 کمه لوست
شمالي کوریا د غزې د بشپړ اشغال لپاره د اسرائیلو پلان وغانده
د دولتي رسنیو د راپور له مخې، شمالي کوریا د اسرائیلو هغه پلان وغنده چې غواړي محاصره شوې غزه په بشپړه توګه ضمیمه او اشغال کړي.
شمالي کوریا د غزې د بشپړ اشغال لپاره د اسرائیلو پلان وغانده
/ AP
13 اګست 2025

شمالي کوریا د غزې د بشپړ اشغال لپاره د اسرائیلو پلان وغانده

پیونګ یانګ وايي د اسرائیلي کابینې پرېکړه د نړیوالو قوانینو خلاف ده.

د دولتي رسنیو د راپور له مخې، شمالي کوریا د اسرائیلو هغه پلان وغنده چې غواړي محاصره شوې غزه په بشپړه توګه ضمیمه او اشغال کړي.

د سه ‌شنبې په ورځ د بهرنيو چارو وزارت يوه ویاند د کوریا مرکزي خبري اژانس (KCNA) ته وویل: "د فلسطین د غزې د بشپړ اشغال په اړه د اسرائیلي کابینې 'پریکړه' د نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه ده."

د پیونګ یانګ څرګندونې وروسته له هغې راغلې چې د اسرائیلو د جګړې کابینې د جمعې په ورځ د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو مرحلېز پلان منظور کړ څو غزه په بشپړه توګه بیا ونیسي.

ویاند وویل چې دا اقدام "په ښکاره ډول د اسرائیلو ګنګسټر ته ورته نیت څرګندوي چې غواړي د فلسطین نړیواله په رسمیت پېژندل شوې خاوره ونیسي"، ټینګار کوي چې غزه د فلسطین د خاورې نه بېلېدونکې برخه ده.

شمالي کوریا "په کلکه د اسرائیلو دا مجرمانه عمل غندي او ردوي چې د خاورې په نیولو سره د غزې په تړانګه کې بشري ناورین زیاتوي او د منځني ختیځ د سولې او ثبات ښکاره سرغړونه کوي."

ویاند زیاته کړه: "موږ په کلکه غوښتنه کوو چې اسرائیل ژر تر ژره د فلسطینیانو پر وړاندې غیرقانوني وسله وال بریدونه ودروي او په بشپړه توګه له غزې څخه ووځي."

د اسرائیلو نسل ‌وژنه په غزه کې

اسرائیلو تر اوسه له ۶۱،۵۰۰ څخه ډېر فلسطینیان چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي، په محاصره شوې غزه کې وژلي دي.

د فلسطین د رسمي خبري اژانس "وفا" د راپور له مخې، شاوخوا ۱۱،۰۰۰ فلسطینیان د ویجاړ شویو کورونو د کنډوالو لاندې ښخ شوي دي.

خو کارپوهان باور لري چې ریښتینی د مرګ شمېر د غزې د چارواکو له راپورونو خورا زیات دی او اټکل کوي چې کېدای شي شاوخوا ۲۰۰،۰۰۰ ته ورسېږي.

د دې نسل ‌وژنې په ترڅ کې، اسرائیلو د محاصرې لاندې ډېره برخه سیمه کنډواله کړې او نږدې ټول اوسېدونکي یې بې‌ کوره کړي دي.

تېر نومبر کې، د جرمونو نړیوالې محکمې د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو او د هغه د پخواني دفاع وزیر یواف ګالانت د جګړې د جرمونو او د بشریت پر ضد د جرمونو په تور د نیولو حکمونه صادر کړل.

همدارنګه اسرائیل د محاصرې لاندې په دې سیمه کې د فلسطینیانو پر ضد د خپلې جګړې له امله د نړيوال عدالت محکمه کې د نسل ‌وژنې له دعوې سره مخ دی.

وپلټۍ
سوډان د تورکیې سوله‌ایز منځګړیتوب وړاندیز ته هرکلی وايي — د سوډان د بهرنیو چارو وزیر.
د لوور په موزیم کې تاریخي بدلون: "موناليزا" لپاره ځانګړې خونه.
د تورکي سریالونه په نړۍ کې د تورکي انځور ته بدلون ورکوي.
دمصر په حتشپسوت معبد کې نوي اثار کشف شول.
د جګړې د جرمونو محکمه په خطر کې ده: دجرمونو نړیوالې محکمې مشر.
'زما یوازینۍ غوښتنه مرګ وو': ژغورل شوي بندي د اسد په زندانونو کې شکنجه افشا کړه.
په نړۍ کې له ۱۰۰۰ څخه زیات ساینس پوهان د غزې د اوربند لپاره لیک لاسلیک کړ.
لبنان د سوریې د اغیزو لاندې نه  د ژغورنې په خاطر په مخ کې ډیره اوږده لار لري.
ایران په اسرائیل کې د ټولنیز پلوه منزوي شوي ځینې یهودان څه ډول د جاسوسانو په توګه جذب کړل؟
د ګولان د لوړو اهمیت او سرائیلو لخوا ددې سیمې د کنټرولو د هلو ځلو لامل په ډاګه شو
اروپایي اتحادیه که روسیه؟ په رومانیا کې دیموکراسي په ریښتیا څوک کمزورې کوي؟
یو فلسطیني ډاکټر چې د غزې نه د وتو څخه انکار کړی وو د اسرائیلو په زندان کې ژوند د لاسه ورکړ.
د اکتوبر په اومه د اسرائیلو او فلسطین د نښتې تاریخي اهمیت
ولې ۲۰۲۴ د بریکس د پرمختګ لپاره یو مهم کال و؟
د شولز تر سقوط وروسته، جرمني خپل ځان د پولې په سر مومي.
ټي آر ټي ګلوبل ته یوه کتنه وکړئ. خپل نظرونه زمونږ سره شریک کړئ!
Contact us