نړۍ
2 دقیقې خواندن
ایت الله علي خامنه اي د اوږدې مودې وروسته د لومړي ځل لپاره په یو عمومي مراسمو راڅرګند شو
د ایران ستر مشر، ایت الله علي خامنه ای، د اسرائیلو سره د خپل هیواد د وروستۍ ۱۲ ورځنۍ جګړې له پیل راهیسې د لومړي ځل  لپاره په تهران کې په یوه مذهبي مراسمو کې د ګډون سره راڅرګند شو .
ایت الله علي خامنه اي د اوږدې مودې وروسته د لومړي ځل لپاره په یو عمومي مراسمو راڅرګند شو
/ Reuters
19 ساعته مخکې

د ایران ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنه اي د اوږدې مودې وروسته د لومړي ځل لپاره په یو عمومي مراسمو کې راڅرګند شو.

د ایران ستر مشر، ایت الله علي خامنه ای، د اسرائیلو سره د خپل هیواد د وروستۍ ۱۲ ورځنۍ جګړې له پیل راهیسې د لومړي ځل  لپاره په تهران کې په یوه مذهبي مراسمو کې د ګډون سره راڅرګند شو .

د شنبې په ورځ د دولتي تلویزیون لخوا په خپره شوې یوه ویډیو کې  ښودل کیږي چې د د ایران ستر مذهبي مشر په مذهبي مراسمو کې ګډونوالو ته ښه راغلاست وايي او خوشحاله ښکاري.

۸۶ کلن خامنه ای  چې تورې  جامې یې اغوستې وې  ښکاري او ګډونوال د هغه سره مینه ښايي او د هغه پر ملاتړ شعارونه ورکوي.

دولتي تلویزیون وویل چې کلیپ د تهران په مرکزي امام خمیني جومات کې اخیستل شوی دی، چې د جمهوریت د بنسټ ایښودونکي په نوم نومول شوی.

خامنه اي، چې له ۱۹۸۹ کال راهیسې په واک کې دی، تېره اونۍ په یوه ثبت شوې ویډیو کې خبرې وکړې، خو له هغه وخت راهیسې چې اسرائیل د جون په ۱۳مه د ناڅاپي هوايي بریدونو سره جګړه پیل کړه، په عامه مراسمو کې  نه و لیدل شوی.

د اسرائیل بمباري له ایران سره د لسیزو اوږدې سیوري جګړې وروسته وشوه، او موخه یې د اټومي وسلو د پراختیا مخنیوي وه - هغه خبره چې تهران په دوامداره توګه رد کړې ده.

د ایران قضايي قوې ویلي چې بریدونو په ایران کې له ۹۰۰ څخه ډیر کسان وژلي، پداسې حال کې چې د رسمي ارقامو له مخې، د ایران د توغندیو په غچ اخیستونکو بریدونو کې په اسرائیلو کې لږترلږه ۲۸ کسان وژل شوي دي.

وپلټۍ
سوډان د تورکیې سوله‌ایز منځګړیتوب وړاندیز ته هرکلی وايي — د سوډان د بهرنیو چارو وزیر.
د لوور په موزیم کې تاریخي بدلون: "موناليزا" لپاره ځانګړې خونه.
د تورکي سریالونه په نړۍ کې د تورکي انځور ته بدلون ورکوي.
دمصر په حتشپسوت معبد کې نوي اثار کشف شول.
د جګړې د جرمونو محکمه په خطر کې ده: دجرمونو نړیوالې محکمې مشر.
'زما یوازینۍ غوښتنه مرګ وو': ژغورل شوي بندي د اسد په زندانونو کې شکنجه افشا کړه.
په نړۍ کې له ۱۰۰۰ څخه زیات ساینس پوهان د غزې د اوربند لپاره لیک لاسلیک کړ.
لبنان د سوریې د اغیزو لاندې نه  د ژغورنې په خاطر په مخ کې ډیره اوږده لار لري.
ایران په اسرائیل کې د ټولنیز پلوه منزوي شوي ځینې یهودان څه ډول د جاسوسانو په توګه جذب کړل؟
د ګولان د لوړو اهمیت او سرائیلو لخوا ددې سیمې د کنټرولو د هلو ځلو لامل په ډاګه شو
اروپایي اتحادیه که روسیه؟ په رومانیا کې دیموکراسي په ریښتیا څوک کمزورې کوي؟
یو فلسطیني ډاکټر چې د غزې نه د وتو څخه انکار کړی وو د اسرائیلو په زندان کې ژوند د لاسه ورکړ.
د اکتوبر په اومه د اسرائیلو او فلسطین د نښتې تاریخي اهمیت
ولې ۲۰۲۴ د بریکس د پرمختګ لپاره یو مهم کال و؟
د شولز تر سقوط وروسته، جرمني خپل ځان د پولې په سر مومي.
ټي آر ټي ګلوبل ته یوه کتنه وکړئ. خپل نظرونه زمونږ سره شریک کړئ!
Contact us