په امریکا کې د کینټکي ایالت په ایالت کې په یوې کلیسا کې د ډزو په نتیجه کې درې کسان مړه چې پکې شکمن کس هم شامل دی، او څو تنه نور ټپیان شوي دي.
د کینټکي والي، انډي بشیر، په ایکس (پخوانی ټویټر) باندې ولیکل: " په ډیرې خواشینۍ سره چې د لیکزینګټن ښار په ریچمنډ روډ کې په کلیسا کې ډزو په نتیجه کې دوو تنو ژوند د لاسه ورکړی دی."
دغه پېښه د یکشنبې په ورځ په ځايي وخت د غرمې نه مخکې په ۱۱ نیمو بجو هغه مهال پېښه شوه چې شکمن کس د کینټکي ایالت د بلو ګراس هوايي ډګر ته نږدې په ټرمینل کې د پولیسو په یو افسر برید وکړ.
د راپورونو له مخې شکمن کس وروسته د یو موټر په غلا کولو سره د ریچمنډ روډ کې کلیسا د ننوتولو سره د کلیسا په انګړ کې په خلکو ډزې وکړې.
په کلیسا کې څلور کسان وویشتل شول، چې پکې دوه ښځې — یوه ۷۲ کلنه او بله ۳۲ کلنه — شاملې وې، چې د پیښې په ځای کې ژوند د لاسه ورکړ. نور دوه قربانیان، چې دواړه نارینه وو، روغتون ته یوړل شول، چې د یو روغتیاي حالت يي نازکه ښودل شوی دی.
د کینټکي ایالت پولیسو په ایکس باندې وویل: "شکمن کس لخوا د یو افسر د ویشتو نه وروسته د پیښې له ځایه تښتیدلی وو چې وروسته په ریچمنډ روډ کلیسا ته داخل شوی وو."
"برید کوونکي په کلیسا کې کې په خلکو ډزې وکړې او څو تنو ته مرګ ژوبله واړوله . پولیس او د بیړنيو طبي خدماتو ټیمونه د پيښې ځایته ورسیدل،"
همداشان پولیسو په سیمه کې د امنیت د ټینګولو نه وروسته برید کوونکی وویشت او له خپو وغورځو
د کینټکي ایالت سناتور رنډ پال وویل چې هغه ددې پيښې له امله ډیر "خواشینی" دی.