نړۍ
3 دقیقې خواندن
د امریکا سترې محکمې د ټرمپ لخوا د فدرالي کارکوونکو د دندې نه ګوښه کولو لپاره لاره هواره کړه
د محکمې د سه شنبې ورځې پریکړه د ټرمپ د فبرورۍ میاشتې د اداري فرمان پر بنسټ ده چې د فدرالي بیوروکراسۍ د بیا جوړونې د چوکاټ په برخه کې یې له ادارو څخه د پراخه کچې کارکوونکي له دندې څخه ګوښه کولو ته د  چمتووالي غوښتی و.
د امریکا سترې محکمې د ټرمپ لخوا  د فدرالي کارکوونکو د دندې نه ګوښه کولو لپاره لاره هواره کړه
/ Reuters
9 جولای 2025

د امریکا  سترې محکمې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ  لخوا په پراخه کچه د فدرالي کارکونکو د تشکیل د کوچني کولو د پلان د پلي کولو مخې ته خنډ لرې کړ. دا پریکړه کولی شي په مهمو دولتي ادارو کې د لسګونو زرو کارکونکو د دندې د لاسه ورکولو لامل شي.

د محکمې د سه شنبې ورځې پریکړه د ټرمپ د فبرورۍ میاشتې د اداري فرمان پر بنسټ ده چې د فدرالي بیوروکراسۍ د بیا جوړونې د چوکاټ په برخه کې یې له ادارو څخه د پراخه کچې کارکوونکي له دندې څخه ګوښه کولو ته د  چمتووالي غوښتی و.

همداشان تمه کیږي د تشکیلاتو د کوچني کولو او له دندو څخه د فدرالي کارکوونکو د ګوښه کولو له پلان څخه  د کرنې، بهرنیو چارو، خزانې، روغتیا او انساني خدماتو او د پخوانیو جنګیالیو چارو وزارتونه اغیزمن کیږي.

د محکمې په بې دلیله او بې لاسلیک خپرې شوې پریکړې کې ویل شوي چې اداري فرمان د ولسمشر د قانوني واکونو په چوکاټ کې دی او د ټرمپ ادارې دا ادعا به "احتمالاً بریالۍ" وي.

دا پریکړه د ښکتنۍ محکمې هغه پریکړه لغوه کړه چې دا پلان یې لنډمهاله ځنډولی وو. دا ګام د ټرمپ د اجراییه واکونو د پراخولو هڅو کې د نوي لاسته راوړنې په توګه ثبت شو.

عالي محکمې په وروستیو وختونو کې د کډوالۍ پالیسیو، پوځي تنظیماتو او د فدرالي واک ساحو په اړه د ډیرو جنجالي تنظیماتو کې د ټرمپ ادارې ملاتړ کړی و.

د سه شنبې پریکړه د امریکا د سیمې قاضي سوزان الستون د مې میاشتې هغه پریکړه مات کړه چې د کانګرس د تصویب  پرته د پراخه کچې د دندې ګوښه کول ناممکن دي.

الستون په هغه وخت کې د خپلې پریکړې په دلیل کې ویلي و، "لکه څنګه چې تاریخ ښیي، ولسمشر کولی شي فدرالي ادارې یوازې د کانګرس لخوا ورته د واک ورکولو  په صورت کې بیا اصلاح کړي."

که څه هم د عالي محکمې پریکړه ټرمپ ته اجازه ورکوي چې د اصلاحاتو پلانونو ته دوام ورکړي، مګر قاضیانو د دندې د لرې کولو د دقیقو وړاندیزونو د قانونیتوب په اړه نظر نه دی ورکړی.

د اتحادیو د احتمالي قضیو، فدرالي کارکونکو ته ورکړل شوي محافظت او د قانوني محدودیتونو له امله ادارې په راتلونکي کې د نویو قانوني خنډونو سره مخامخ کیدی شي.

"قطعي بریا"

سپینه ماڼۍ د محکمې پریکړه د "ولسمشر او د هغه د ادارې لپاره قطعي بریا" په توګه یاده کړه او اعلان یې وکړ چې د ټرمپ "په ټول فدرالي حکومت کې د اغیزمنتوب راوستلو" واک تصدیق شوی.

په دعوو کې مداخله کونکو فدرالي کارکونکو اتحادیو او د مدافعینو ډلو خبرداری ورکړی چې په پراخه کچه دولتي کارکوونکي له دندې نه ګوښه کول به اساسي عامه خدمات فلج کړي. دوی په ګډه اعلامیه کې ویلي، "دا پریکړه هغه خدماتو د لوی خطر سره مخامخ کوي چې د امریکا خلک پر دوی تکیه کوي."

د رسمي ارقامو له مخې، د ایلان مسک تر مشرۍ لاندې د دولتي موثریت نوي تاسیس شوي وزارت د کمپاین په چوکاټ کې، د ټرمپ د جنوري میاشتې راهیسې د دندې پیل څخه نږدې ۲۶۰ زره دولتي کارکونکو استعفا ورکړې، تقاعد شوي یا د دندې څخه لرې شوي.

د مسک د لارښوونو سره سم، د امریکا د نړیوالې پرمختیایي ادارې (USAID) او د پیرودونکو مالي محافظت دفتر کې ډیر زیات کارکوونکي له دندو ګوښه شوي پداسې حال کې چې د فدرالي IT سیسټمونو او عملیاتو کنټرول د سیاسي ټاکنو سره جوړ شوو ټیمونو ته سپارل شوی.

منتقدین ادعا کوي چې دا تنظیمات د ټولنیز امنیت په غوښتنلیکونو، د پخوانیو جنګیالیو د حقونو غوښتنو او د تنظیمي کتنې کې د راټول شوي کار د بار سره د ادارو دننه ګډوډي رامنځته کړي.

وپلټۍ
سوډان د تورکیې سوله‌ایز منځګړیتوب وړاندیز ته هرکلی وايي — د سوډان د بهرنیو چارو وزیر.
د لوور په موزیم کې تاریخي بدلون: "موناليزا" لپاره ځانګړې خونه.
د تورکي سریالونه په نړۍ کې د تورکي انځور ته بدلون ورکوي.
دمصر په حتشپسوت معبد کې نوي اثار کشف شول.
د جګړې د جرمونو محکمه په خطر کې ده: دجرمونو نړیوالې محکمې مشر.
'زما یوازینۍ غوښتنه مرګ وو': ژغورل شوي بندي د اسد په زندانونو کې شکنجه افشا کړه.
په نړۍ کې له ۱۰۰۰ څخه زیات ساینس پوهان د غزې د اوربند لپاره لیک لاسلیک کړ.
لبنان د سوریې د اغیزو لاندې نه  د ژغورنې په خاطر په مخ کې ډیره اوږده لار لري.
ایران په اسرائیل کې د ټولنیز پلوه منزوي شوي ځینې یهودان څه ډول د جاسوسانو په توګه جذب کړل؟
د ګولان د لوړو اهمیت او سرائیلو لخوا ددې سیمې د کنټرولو د هلو ځلو لامل په ډاګه شو
اروپایي اتحادیه که روسیه؟ په رومانیا کې دیموکراسي په ریښتیا څوک کمزورې کوي؟
یو فلسطیني ډاکټر چې د غزې نه د وتو څخه انکار کړی وو د اسرائیلو په زندان کې ژوند د لاسه ورکړ.
د اکتوبر په اومه د اسرائیلو او فلسطین د نښتې تاریخي اهمیت
ولې ۲۰۲۴ د بریکس د پرمختګ لپاره یو مهم کال و؟
د شولز تر سقوط وروسته، جرمني خپل ځان د پولې په سر مومي.
ټي آر ټي ګلوبل ته یوه کتنه وکړئ. خپل نظرونه زمونږ سره شریک کړئ!
Contact us