په نړۍ کې د اسرائیلو پر خلاف غبرګونونه او فشارونه دوام لري.
د پولنډ په MSPO دفاعي نندارتون کې ګډون کوونکي د اسرائیلي دفاعي صنعت د شرکتونو کارکوونکي د غزې په نسل وژنه کې د رول درلودو او یا نه درلودو له امله د پولنډ د پولیسو لخوا ترینه څیړنې وشوې.
د جالرسلام پوست ورځپاڼې د راپور له مخې، د اسرائیلي شرکتونو څو استازي د یوې پولنډۍ خبریالې له خوا د دوی د جنګ په اړه د شکایت ثبتولو وروسته د پوښتنو لپاره ور وغوښتل شول.
د پوښتنو لاندې راغلو کسانو کې د Elbit Systems او Rafael Advanced Defense Systems کارکوونکي شامل وو. له دې لسو کسانو څخه دوه تنه مخکې له دې چې د پوښتنو لپاره وغوښتل شي، له پولنډ څخه تللي وو.
دغه نندارتون چې د سپتمبر له ۲مې تر ۵ مې نېټې پورې په کیلس کې ترسره شو، د یوې مظاهرې شاهد هم و، چې پکې فعالینو د Elbit Systems غرفې باندې بد بوی لرونکی سور رنګ وشیند.
فعالینو اسرائیلي شرکتونه په دې تورن کړل چې "د بې وسه فلسطینیانو په وژنه کې همکاري کوي" او د دوی شتون یې په نندارتون کې د "نازي جرمني سره د همکارۍ" سره پرتله کړ.
پولیسو تائید کړه چې دوی د دې پېښې په اړه پلټنې پیل کړې دي.
د MSPO نندارتون، چې د اروپا د دفاعي صنعت یو له مهمو نندارتونو څخه ګڼل کېږي، د ګڼو هېوادونو شرکتونه، پوځي چارواکي او پلاوي پکې ګډون کوي.
د اسرائیل Elbit Systems، Rafael، Israel Aerospace Industries، Bird Aerosystems، D-Fend Solutions او Smart Shooter شرکتونو هم پکې ګډون کړی وو.