نړۍ
3 دقیقې خواندن
د حوثیانو د برید په نتیجه کې په سمندر کې د ډوبې شوې کښتۍ ۴ تنه عمله نن وژغورل شو
د سمندري امنیتي سرچینو په وینا، د پنجشنبې په ورځ د یمن حوثیانو لخوا د یوناني کښتۍ ایټرنټي سي ډوبولو  وروسته په سور سمندر ددې کښتې درې تنه عمله  او یو امنیتي افسر ژوندي وژغورل شول. د راپورونو له مخې د عملې ځینې ورک شوي غړي د حوثیانو لخوا نیول شوي دي.
د حوثیانو د برید په نتیجه کې په سمندر کې د ډوبې شوې کښتۍ ۴ تنه عمله نن وژغورل شو
/ AP
10 جولای 2025

د سمندري امنیتي سرچینو په وینا، د پنجشنبې په ورځ د یمن حوثیانو لخوا د یوناني کښتۍ ایټرنټي سي ډوبولو  وروسته په سور سمندر ددې کښتې درې تنه عمله  او یو امنیتي افسر ژوندي وژغورل شول. د راپورونو له مخې د عملې ځینې ورک شوي غړي د حوثیانو لخوا نیول شوي دي.

هغه کسان چې د پنجشنبې په ورځ وموندل شول، له ۴۸ ساعتونو څخه زیات په اوبو کې پاتې وو. لا هم ۱۱ کسان ورک دي.

د یونان په مرکز کې د سمندري خطرونو د مدیریت  د شرکت 'دیپلوس' چارواکی نیکوس جورګوپولوس، وویل: "ددې کسانو ژغورل موږ ته نور هم  جرئت راکوي چې د ورک شویو کسانو د موندلو لپاره خپلې هڅې دوامدارې کړو، لکه څنګه چې د یوناني بېړۍ چلونکي غوښتنه کړې وه، او دا ښيي چې زموږ د لټون پلان سم و."

ایټرنټي سي د دې اونۍ په اوږدو کې د حوثي ډلې لخوا په سمندر کې  ډوبه شوې دویمه یوناني بار وړونکې بېړۍ ده. حوثیان دغه بریدونه، غزې جګړې کې د فلسطینیانو سره د یووالي په توګه بولي او  په سیمه کې د څو میاشتو ارامۍ پای ته ورسوله.

په یمن کې د امریکا ماموریت پر حوثیانو تور لګولی چې د بېړۍ عمله یې تښتولې او د هغوی د سمدستي خوشې کولو غوښتنه یې کړې ده.

د حوثیانو پوځي ویاند د چهارشنبې په ورځ، په یوه تلویزیوني وینا کې وویل چې د یمن سمندري ځواکونو د بېړۍ د عملې د یو شمېر کسانو د ژغورلو لپاره اقدام کړی، هغوی ته یې طبي پاملرنه کړې او خوندي ځای ته یې انتقال کړي دي.

ایټرنټي سي د چهارشنبې په ورځ پرې د برید نه وروسته  ډوبه شوه، څو ورځې وروسته له هغې چې حوثیانو د 'ماجیک سی' په نوم بېړۍ وویشتله او ډوبه یې کړه. دې بریدونو هغه کمپاین بیا راژوندی کړ چې د ۲۰۲۳ کال په نوامبر کې پیل شو، چې له مخې یې تر ۱۰۰ زیاتې بېړۍ په نښه شوې دي.

د دې اونۍ په اوږدو کې په نښه شوې دواړه بېړۍ د لایبریا بیرغ لاندې روانې وې او د یوناني شرکتونو لخوا اداره کېدې. د 'ماجیک سی' ټوله عمله د بېړۍ له ډوبېدو مخکې ژغورل شوې وه.

ایټرنټي سي د دوشنبې په ورځ د سمندري ډرونونو او د چټکو کښتیو څخه د راکټ توغول په واسطه په نښه شوه. څلور کسان وژل شوي ګڼل کېږي، د سمندري امنیت سرچینې وايي چې هغوی په بریدونو کې وژل شوي دي. که دا تایید شي، نو دا به په سیمه کې د ۲۰۲۴ کال د جون راهیسې لومړنۍ مرګ ژوبله وي.

د سې شنبې په سهار د دویم برید وروسته، د بېړۍ عمله اړ شوه چې ځانونه اوبو ته وغورځوي. د چهارشنبې له سهار راهیسې د ژغورنې ډلې د هغوی په لټه کې دي.

د بېړۍ چلونکي 'کاسموشیپ منیجمنټ' شرکت د رویټرز د نظر غوښتنې ته ځواب نه دی ویلی.

وپلټۍ
سوډان د تورکیې سوله‌ایز منځګړیتوب وړاندیز ته هرکلی وايي — د سوډان د بهرنیو چارو وزیر.
د لوور په موزیم کې تاریخي بدلون: "موناليزا" لپاره ځانګړې خونه.
د تورکي سریالونه په نړۍ کې د تورکي انځور ته بدلون ورکوي.
دمصر په حتشپسوت معبد کې نوي اثار کشف شول.
د جګړې د جرمونو محکمه په خطر کې ده: دجرمونو نړیوالې محکمې مشر.
'زما یوازینۍ غوښتنه مرګ وو': ژغورل شوي بندي د اسد په زندانونو کې شکنجه افشا کړه.
په نړۍ کې له ۱۰۰۰ څخه زیات ساینس پوهان د غزې د اوربند لپاره لیک لاسلیک کړ.
لبنان د سوریې د اغیزو لاندې نه  د ژغورنې په خاطر په مخ کې ډیره اوږده لار لري.
ایران په اسرائیل کې د ټولنیز پلوه منزوي شوي ځینې یهودان څه ډول د جاسوسانو په توګه جذب کړل؟
د ګولان د لوړو اهمیت او سرائیلو لخوا ددې سیمې د کنټرولو د هلو ځلو لامل په ډاګه شو
اروپایي اتحادیه که روسیه؟ په رومانیا کې دیموکراسي په ریښتیا څوک کمزورې کوي؟
یو فلسطیني ډاکټر چې د غزې نه د وتو څخه انکار کړی وو د اسرائیلو په زندان کې ژوند د لاسه ورکړ.
د اکتوبر په اومه د اسرائیلو او فلسطین د نښتې تاریخي اهمیت
ولې ۲۰۲۴ د بریکس د پرمختګ لپاره یو مهم کال و؟
د شولز تر سقوط وروسته، جرمني خپل ځان د پولې په سر مومي.
ټي آر ټي ګلوبل ته یوه کتنه وکړئ. خپل نظرونه زمونږ سره شریک کړئ!
Contact us