نړۍ
2 کمه لوست
ډنمارک لومړۍ وزیرې د اسرائیلو لومړي وزیر نتنیاهو نه د یوې لویې ستونزې يه توګه یادونه وکړه
میټ فریډریکسن وویل چې نتنیاهو "اوس پخپله یو ستونزه" ده، او زیاته یې کړه چې د هغه حکومت "له خپل حد څخه ډیر مخکې تللی " دی.
ډنمارک لومړۍ وزیرې د اسرائیلو  لومړي وزیر نتنیاهو نه د یوې لویې ستونزې يه توګه یادونه وکړه
میټ فریډریکسن / Reuters
17 اګست 2025

د ډنمارک لومړۍ وزیرې میټ فریډریکسن، د اسرائیلو د لومړي وزیر نتنیاهو نه د یوې لویې ستونزې يه توګه یادونه وکړه.

هغې وویل چې نتنیاهو "اوس پخپله یو ستونزه" ده، او زیاته یې کړه چې د هغه حکومت "له خپل حد څخه ډیر مخکې تللی " دی.

فریډریکسن په غزه کې روان وضعیت "په بشپړه توګه ویروونکی او فاجعه ناک" بللی او د نتنیاهو حکومت د "بې حده تاوتریخوالي" او په لوېدیځه څنډه کې د غیرقانوني میشت ځایونو  جوړول په کلکو ټکو وغندل.

فریډریکسن د اسرائیلو څخه د خپل هیواد ملاتړ تایید کړ، خو په ورته وخت کې یې وویل چې د بشري کړاوونو کچه د درک وړ نه ده.

هغې وویل چې ډنمارک له هغو هیوادونو څخه دی چې غواړي پر اسرائیلو فشار زیات کړي، خو تر اوسه یې د اروپایي اتحادیې د غړو هیوادونو ملاتړ نه دی ترلاسه کړی.

فریډریکسن وویل چې د نتنیاهو حکومت د کړنو په ځواب کې د سیاسي فشار، او د سوداګرۍ او څیړنې په شمول د بندیزونو په څېر، ټولې لارې چارې تر غور لاندې دي

د ډنمارک لومړۍ وزیرې میټ فریډریکسن د غزې تړانګې د بشري ناورین په اړه هم څرګندونې وکړې، چې په کې یې د اسرائیلو روان بریدونه او په سیمه کې د لوږې څخه د وسلې په توګه کار اخیستل "په بشپړه توګه وحشتناک او یوه بشپړه فاجعه" وبلل.

فریډریکسن د هغو پوښتنو ځواب هم ورکړ چې ایا ډنمارک به د فلسطین دولت د په رسمیت پېژندلو په اړه د خپلو سکینډنیویایي ګاونډیانو او نورو اروپایي هیوادونو له پرېکړې سره یوځای شي. هغې وویل: "تر هغه چې حماس د راتلونکي فلسطیني دولت پر ډیرو برخو کنټرول لري، موږ داسې کار ته فکر نه کوو. ډنمارک نه غواړي حماس ته انعام ورکړي."

.

 

وپلټۍ
سوډان د تورکیې سوله‌ایز منځګړیتوب وړاندیز ته هرکلی وايي — د سوډان د بهرنیو چارو وزیر.
د لوور په موزیم کې تاریخي بدلون: "موناليزا" لپاره ځانګړې خونه.
د تورکي سریالونه په نړۍ کې د تورکي انځور ته بدلون ورکوي.
دمصر په حتشپسوت معبد کې نوي اثار کشف شول.
د جګړې د جرمونو محکمه په خطر کې ده: دجرمونو نړیوالې محکمې مشر.
'زما یوازینۍ غوښتنه مرګ وو': ژغورل شوي بندي د اسد په زندانونو کې شکنجه افشا کړه.
په نړۍ کې له ۱۰۰۰ څخه زیات ساینس پوهان د غزې د اوربند لپاره لیک لاسلیک کړ.
لبنان د سوریې د اغیزو لاندې نه  د ژغورنې په خاطر په مخ کې ډیره اوږده لار لري.
ایران په اسرائیل کې د ټولنیز پلوه منزوي شوي ځینې یهودان څه ډول د جاسوسانو په توګه جذب کړل؟
د ګولان د لوړو اهمیت او سرائیلو لخوا ددې سیمې د کنټرولو د هلو ځلو لامل په ډاګه شو
اروپایي اتحادیه که روسیه؟ په رومانیا کې دیموکراسي په ریښتیا څوک کمزورې کوي؟
یو فلسطیني ډاکټر چې د غزې نه د وتو څخه انکار کړی وو د اسرائیلو په زندان کې ژوند د لاسه ورکړ.
د اکتوبر په اومه د اسرائیلو او فلسطین د نښتې تاریخي اهمیت
ولې ۲۰۲۴ د بریکس د پرمختګ لپاره یو مهم کال و؟
د شولز تر سقوط وروسته، جرمني خپل ځان د پولې په سر مومي.
ټي آر ټي ګلوبل ته یوه کتنه وکړئ. خپل نظرونه زمونږ سره شریک کړئ!
Contact us