د میانمار دولتي رسنۍ: میانمار به د دسمبر په ۲۸ نېټه عمومي ټاکنې ترسره کړي
د جنوب ختیځې آسیا دغه هیواد د ۲۰۲۱ کال د فبروري راهیسې د پوځي واکمنۍ لاندې دی.
دولتي رسنۍ وايي، د میانمار د ټاکنو کمیسیون اعلان کړی چې په میانمار کې به عمومي ټاکنې د دسمبر په ۲۸مه ترسره شي.
د MRTV د دوشنبې د راپور له مخې، د "ګوندونو تر منځ دیموکراتیکې عمومي ټاکنې" به د روان کال په وروستیو کې د یکشنبې په ورځ، د دسمبر په ۲۸مه ترسره شي.
د بودایي اکثریت لرونکي سوېل ختیځ آسیا دغه هېواد کې وروستۍ عمومي ټاکنې د ۲۰۲۰ کال د نومبر په میاشت کې ترسره شوې وې چې د ملي ډیموکراسۍ لیګ (NLD) پکې بریالۍ شوې و، خو په ۲۰۲۱ کال کې د پوځي کودتا له لارې له واکه لیرې کړل شو.
د ټاکنو د اعلان خبره وروسته له هغې راغله چې پوځي رژیم تېره میاشت یو کمېسیون جوړ کړ څو د عمومي ټاکنو څارنه وکړي، چې په حقیقت کې د بیړني حالت د واک پای ته رسولو ته اشاره کوي.
د رژیم مشر لوړپوړي جنرال مین آونګ هلاینګ هم ځان سرپرست ولسمشر اعلان کړ.
د ۲۰۲۱ پوځي کودتا د NLD په مشرۍ ټاکل شوې حکومت له واکه لیرې کړ او هېواد یې تر څلور کلونو زیات وخت د بیړني حالت تر واک لاندې وساته.
ئيو مینټ سوې، چې د ۲۰۲۱ کال کودتا وروسته د رژیم له لوري د سرپرست ولسمشر په توګه ټاکل شوی و، د روانې میاشتې په پیل کې مړ شو. هغه ۷۴ کلن و.
د ئيو مینټ د ناروغۍ له امله، لوړپوړي جنرال مین تېره میاشت ځان د ولسمشر په توګه اعلان کړ کله چې یې د ټاکنو د څارنې لپاره کمېسیون جوړ کړ.