د پاکستان د پوځ مشر هند په پوله کې په یوې خصمانه او تورتم اجنډا او پلان په جوړولو تورن کړ.
د پاکستان د پوځ مشر مارشال سید عاصم منیر ویلي دي ، هند د مې په میاشت کې د دواړو هیوادونو ترمنځه په مخامخ نښته کې د شرم نه ډکې ماتې خوړولو نه وروسته د اسلام آباد پر وړاندې یې دښمنانه هڅې زیاتې کړې دي.
عاصم منیر دا څرګندونې په راولپنډۍ کې جوړې شوې د ۲۷۱ قول اردو قوماندانانو په غونډه کې وکړې. هغه وویل هند د پاهلګام پېښې په پلمه "د پاکستان پر وړاندې د مستقیمې تېري د ښکاره ماتې وروسته ، اوس د خپلو شومو موخو د پرمخ وړلو لپاره د فتنه الخوارج او فتنه الهندستان له لارې خپلې هڅې دوه برابره کړې دي."
د هغه څرګندونې د مې میاشتې د سرحدي نښتو ته اشاره کوي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اپرېل په ۲۲مه د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې د یوې حملې وروسته رامنځته شوې وې، چې په ترڅ کې یې ۲۶ کسان وژل شوي وو.
راپورونه وايي چې په دې پېښو کې د څو اونیو لپاره توغندي تبادله شوي وو. د عاصم منیر د څرګندونو په اړه د نوي ډیلي له خوا تر اوسه کوم رسمي غبرګون نه دی ورکړل شوی.
په دې غونډه کې، عاصم منیر او لوړپوړو قوماندانانو د هېواد د ترهګرۍ ضد ستراتیژۍ او وروستیو عملیاتو په اړه خبرې وکړې، چې پوځ وویل د وسله والو ډلو پر وړاندې یې "بریاوې ترلاسه کړې دي." مشرتابه ژمنه وکړه چې د ترهګرو ډلو د له منځه وړلو لپاره به "پریکنده او هر اړخیز اقدامات" ترسره کړي.
فیلډ مارشال همدارنګه قوماندانانو ته د ایران، ترکیې، اذربایجان، سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو او متحده ایالاتو ته د خپلو وروستیو سفرونو په اړه معلومات ورکړل، چې ډېری یې د وزیراعظم شهباز شریف سره یو ځای ترسره شوي وو.
عاصم منیر د نوو ګواښونو د مقابلې لپاره د ملي یووالي د پیاوړتیا او د کورنیو وړتیاوو د جوړولو غوښتنه وکړه.