نړۍ
2 دقیقې خواندن
امریکا اوکراین ته د پاتریوټ دفاعي سیستمونو په لیږولو غور کوي
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له دې اعلان وروسته چې دوی به اوکراین ته د وسلو لېږد ته دوام ورکړي، داسې ادعا وشوه چې هغه د اضافي پاتریاټ هوايي دفاعي سیستمونو د لېږلو په اړه غور کوي.
امریکا اوکراین ته د پاتریوټ دفاعي سیستمونو په لیږولو غور کوي
/ Reuters
9 جولای 2025

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له دې اعلان وروسته چې دوی به اوکراین ته د وسلو لېږد ته دوام ورکړي، داسې ادعا وشوه چې هغه د اضافي پاتریوټ هوايي دفاعي سیستمونو د لېږلو په اړه غور کوي.

د وال سټریټ ژورنالد  (WSJ)  د دوو امریکايي چارواکیو له قوله د نوم د نه ښودولو په شرط سره  راپور ورکړی ، چې امریکا د اوکراین لپاره د اضافي سرچینو د لېږلو په اړه غور کوي.

د راپور له مخې، سپینې ماڼۍ له پنټاګون څخه غوښتنه کړې چې د اضافي وسلو د لېږلو لپاره انتخابونه چمتو کړي، چې په دې کې د پاتریوټ سیستم هم شامل دی.

همدارنګه ویل شوي چې دا هم څېړل کېږي چې ایا نور هېوادونه کولی شي د کیف ادارې ته نور پاتریاټ سیستمونه ورکړي.

یو پخواني پنټاګون چارواکي ادعا کړې چې امریکا درې پاتریوټ سیستمونه اوکراین ته ورکړي، جرمني درې او نورو اروپايي هېوادونو په ټولیز ډول یو ورکړی، خو د ساتنې ستونزو له امله ټول په یو وخت کې فعال نه دي.

ټرمپ ته نږدې یو چارواکي ویلي دي چې سپینه ماڼۍ له کانګرس سره کار کوي څو د جګړې د پای ته رسولو هڅو ملاتړ وکړي.

ټرمپ، چې په سپینه ماڼۍ کې یې د اسرائیلو له لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو سره خبرې کولې، خبریالانو ته وویل: "موږ به نورې وسلې (اوکراین ته) ولېږو. موږ یی باید ولېږو؛ هغوی باید د ځان دفاع وکړای شي. هغوی تر ډېر سخت برید لاندې دي."

 

وپلټۍ
سوډان د تورکیې سوله‌ایز منځګړیتوب وړاندیز ته هرکلی وايي — د سوډان د بهرنیو چارو وزیر.
د لوور په موزیم کې تاریخي بدلون: "موناليزا" لپاره ځانګړې خونه.
د تورکي سریالونه په نړۍ کې د تورکي انځور ته بدلون ورکوي.
دمصر په حتشپسوت معبد کې نوي اثار کشف شول.
د جګړې د جرمونو محکمه په خطر کې ده: دجرمونو نړیوالې محکمې مشر.
'زما یوازینۍ غوښتنه مرګ وو': ژغورل شوي بندي د اسد په زندانونو کې شکنجه افشا کړه.
په نړۍ کې له ۱۰۰۰ څخه زیات ساینس پوهان د غزې د اوربند لپاره لیک لاسلیک کړ.
لبنان د سوریې د اغیزو لاندې نه  د ژغورنې په خاطر په مخ کې ډیره اوږده لار لري.
ایران په اسرائیل کې د ټولنیز پلوه منزوي شوي ځینې یهودان څه ډول د جاسوسانو په توګه جذب کړل؟
د ګولان د لوړو اهمیت او سرائیلو لخوا ددې سیمې د کنټرولو د هلو ځلو لامل په ډاګه شو
اروپایي اتحادیه که روسیه؟ په رومانیا کې دیموکراسي په ریښتیا څوک کمزورې کوي؟
یو فلسطیني ډاکټر چې د غزې نه د وتو څخه انکار کړی وو د اسرائیلو په زندان کې ژوند د لاسه ورکړ.
د اکتوبر په اومه د اسرائیلو او فلسطین د نښتې تاریخي اهمیت
ولې ۲۰۲۴ د بریکس د پرمختګ لپاره یو مهم کال و؟
د شولز تر سقوط وروسته، جرمني خپل ځان د پولې په سر مومي.
ټي آر ټي ګلوبل ته یوه کتنه وکړئ. خپل نظرونه زمونږ سره شریک کړئ!
Contact us