د غزې جګړه
3 کمه لوست
ټي آر ټي په غزه باندې د اسرائیلو د ظالمانه بریدونو په نتیجه کې رامنځته شوې ویجاړی مستند کړ
د تورکیې ملي راډیو تلویزیون هغه  ځانګړي فلمونه چې له  هوايي له لارې اخیستل شوي دي ترلاسه کړي دي  چې په غزه کې د اسرائیلي پوځ  بریدونو له امله د ویجاړۍ کچې اندازه په دقیقه توګه ښايي. دا بریدونه د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر راهیسې روان دي.
ټي آر ټي  په غزه باندې د اسرائیلو د ظالمانه بریدونو په نتیجه کې رامنځته شوې ویجاړی مستند کړ
/ TRT World
15 اګست 2025

د تورکیې ملي راډیو تلویزیون ( ټي آر ټي ) په غزه باندې د اسرائیلو د ظالمانه بریدونو په نتیجه کې رامنځته شوی ویجاړی مستند کړ.

د تورکیې ملي راډیو تلویزیون هغه  ځانګړي فلمونه چې له  هوايي له لارې اخیستل شوي دي ترلاسه کړي دي  چې په غزه کې د اسرائیلي پوځ  بریدونو له امله د ویجاړۍ کچې اندازه په دقیقه توګه ښايي. دا بریدونه د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر راهیسې روان دي.

خبریال مجاهد ایدمیر او کامرې مین عثمان ایکن د اردن لخوا د هوا له لارې د مرستې  غورځولو پر مهال داسې صحنې ثبت کړې چې په کې غزه د بشپړ ویجاړتیا په حالت کې ښکاري. د اسرائیلو د هوا، ځمکې او سمندر له بریدونو څخه د غزې ګڼې سیمې په کنډوالو بدلې شوې دي، چې په دې بریدونو کې لسګونه زره کسان وژل شوي دي.

د ځايي روغتیايي چارواکو د شمېرو له مخې،  ۲۰۲۳ کال د اکتوبر د ۷مې، راهیسې لږ تر لږه ۶۱,۷۷۶ فلسطینیان وژل شوي او ۱۵۴,۹۰۶ نور ټپیان شوي دي. ګڼ شمېر نور کسان لا هم د نړېدلو ودانیو لاندې پاتې دي.

د بشري ناورین کچه د څو میاشتو اوږدې کلابندۍ له امله نوره هم زیاته شوې، چې په کې د خوراکي توکو، اوبو، درملو او نورو اړینو موادو د ننوتلو مخه نیول شوې ده. د مرستندویه ادارو په وینا، د لوږې له امله د قحطۍ په څېر حالت رامنځته شوی، چې تر دې دمه لږ تر لږه ۲۳۹ کسان د لوږې له امله مړه شوي، په کې ۱۰۶ ماشومان شامل دي. یوازې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پنځه نور کسان  چې څلور یې ماشومان وو  د لوږې له امله مړه شوي دي.

د ملګرو ملتونو او بشري مرستندویه ډلو په وینا، د غزې ۸۸ سلنه زیربناوې ویجاړې شوې دي.

د سیمې د ۲.۳ میلیونه اوسېدونکو څخه، چې شاوخوا ۲ میلیونه یې بې ځایه شوي دي، ډېری کورنۍ څو ځله بې ځایه شوې دي. بې ځایه شوې کورنۍ په ګڼو ښوونځیو یا لنډمهاله خیمو کې پناه اخیستې، چېرته چې د حفظ الصحې وضعیت خراب دی، پاکې اوبه کمې دي او ناروغۍ په چټکۍ سره خپرېږي.

اسرائیلي ځواکونو د مرستو د وېشلو ځایونه او لنډمهاله پناه ځایونه هم په نښه کړي دي. د فلسطیني چارواکو په وینا، د مې میاشتې له وروستیو راهیسې په دغو ځایونو بریدونو لږ تر لږه ۱,۸۸۱ کسان وژلي او نږدې ۱۳,۹۰۰ نور یې ټپیان کړي دي.

د بشري حقونو سازمانونه او د ملګرو ملتونو ادارې په پرله‌پسې ډول ویلي چې د جګړې د وسلې په توګه د لوږې او محرومیت کارول د نړیوالو قوانینو خلاف دي. هغوی خبرداری ورکړی چې په غزه کې اوسنی وضعیت یو بشپړ بشري ناورین دی.

 

وپلټۍ
سوډان د تورکیې سوله‌ایز منځګړیتوب وړاندیز ته هرکلی وايي — د سوډان د بهرنیو چارو وزیر.
د لوور په موزیم کې تاریخي بدلون: "موناليزا" لپاره ځانګړې خونه.
د تورکي سریالونه په نړۍ کې د تورکي انځور ته بدلون ورکوي.
دمصر په حتشپسوت معبد کې نوي اثار کشف شول.
د جګړې د جرمونو محکمه په خطر کې ده: دجرمونو نړیوالې محکمې مشر.
'زما یوازینۍ غوښتنه مرګ وو': ژغورل شوي بندي د اسد په زندانونو کې شکنجه افشا کړه.
په نړۍ کې له ۱۰۰۰ څخه زیات ساینس پوهان د غزې د اوربند لپاره لیک لاسلیک کړ.
لبنان د سوریې د اغیزو لاندې نه  د ژغورنې په خاطر په مخ کې ډیره اوږده لار لري.
ایران په اسرائیل کې د ټولنیز پلوه منزوي شوي ځینې یهودان څه ډول د جاسوسانو په توګه جذب کړل؟
د ګولان د لوړو اهمیت او سرائیلو لخوا ددې سیمې د کنټرولو د هلو ځلو لامل په ډاګه شو
اروپایي اتحادیه که روسیه؟ په رومانیا کې دیموکراسي په ریښتیا څوک کمزورې کوي؟
یو فلسطیني ډاکټر چې د غزې نه د وتو څخه انکار کړی وو د اسرائیلو په زندان کې ژوند د لاسه ورکړ.
د اکتوبر په اومه د اسرائیلو او فلسطین د نښتې تاریخي اهمیت
ولې ۲۰۲۴ د بریکس د پرمختګ لپاره یو مهم کال و؟
د شولز تر سقوط وروسته، جرمني خپل ځان د پولې په سر مومي.
ټي آر ټي ګلوبل ته یوه کتنه وکړئ. خپل نظرونه زمونږ سره شریک کړئ!
Contact us