کوت العماره یوازې د جګړې ډګر نه و، بلکې د مقاومت، عزت او باور یوه پیاوړې څرګندونه وه
تورکیه
7 دقیقې خواندن
کوت العماره یوازې د جګړې ډګر نه و، بلکې د مقاومت، عزت او باور یوه پیاوړې څرګندونه وهد ۱۹۱۶ کال د اپرېل په ۲۹مه نېټه، د دجلې سیند په څنډه کې، عثماني پوځ چې د انګلستان لخوا ستړي او کم ارزښته ګڼل شوی وو د انګلستان پوځ ته یو داسې حیرانوونکې  تاریخي ماتې ورکړه چې د نړۍ په تاریخ کې به هیڅکله هم هیره نشي.
/ AA
7 می 2025

د ۱۹۱۶ کال د اپرېل په ۲۹مه نېټه، د دجلې سیند په څنډه کې، عثماني پوځ چې د انګلستان لخوا ستړي او کم ارزښته ګڼل شوی وو د انګلستان پوځ ته یو داسې حیرانوونکې  تاریخي ماتې ورکړه چې د نړۍ په تاریخ کې به هیڅکله هم هیره نشي. د عراق په کُت العماره ښار کې د ۱۴۷ ورځو سختې محاصرې وروسته، له ۱۳ زرو څخه زیات بریتانوي عسکر په شمول د ۱۳ جنرالانو او ۴۸۱ افسرانوعثماني پوځ ته تسلیم شول.

اوس، ۱۰۹ کاله وروسته، د تورکیې پوهان هڅه کوي چې خلکو ته یادونه وکړي چې کُت العماره یوازې د جګړې ډګر نه و، بلکې د مقاومت، عزت او باور یوه پیاوړې څرګندونه وه، چې د هغه وخت عثماني امپراتورۍ د زوال په حال کې ګڼل کېده.

”کُت العماره یوه داسې جګړه وه چېرې ناممکن ممکن شو،“ د پاموک قلعه  پوهنتون تاریخپوه او استاد پروفیسور درموش اق الین وايي. “دا هغه ځای و چېرې د نه ماتېدونکو په څېر ځواکونه مات شول، نه د پرمختللو وسلو په وسیله، بلکې د زغم او باور په وسیله. هغه ټي آر ټي ورلډ ته وویل چې عثماني پوځ دا وښوده چې عثماني عسکر یوازې د ټوپک سره نه، بلکې د خپلې روح سره جګړه کوي،”

د لویدیځ تر واک لاندې نړۍ

د کُت العماره د اهمیت د درک لپاره، باید د ۱۹۱۴ کال جغرافیایي نقشه په پام کې ونیسو. د لومړۍ نړیوالې جګړې په پیل کې، د نړۍ ۸۴ سلنه برخه د لویدیځ استعماري واک لاندې وه. د دې لویه برخه د بریتانوي امپراتورۍ تر واک لاندې وه، چې د هغه وخت بې سیاله ځواک ګڼل کېده.

“موږ باید شالید درک کړو: لویدیځ، په ځانګړې توګه بریتانیا، د نړۍ ډېره برخه نیولې وه،” څیړونکي میمش اوکویوجو ټي آر ټي  ورلډ ته وویل “د لویدیځ عصري پرمختګ ډېره برخه د ختیځ د استثمار، وینې او اوښکو څخه ترلاسه شوې ده.”

د بریتانیا پراخېدونکي ګټې یوازې سیاسي نه وې، بلکې صنعتي هم وې. تېل، چې په هغه وخت کې د "تور سرو زرو" په نامه مشهور وو د امپراتورۍ ستراتیژۍ لپاره اړین شوي وو. همدې امله د هغوې لپاره  د عثماني  امپراتورۍ تر واک لاندې منځني ختیځ، په ځانګړې توګه عراق، د یو مهم هدف په توګه راڅرګند شو.

“د بریتانیا هدف دا نه و چې د عثماني امپراتورۍ سره ملګرتیا وکړي، بلکې دا و چې هغه ووېشي او د منځني ختیځ د تېلو بډایه سیمې ونیسي،” اوکویوچو وايي. “هغوی عثمانیان د شریکانو په توګه نه غوښتل،هغوی غوښتل چې هغوی ووېشي، بې وسلې کړي او له منځه یې یوسي.”

بریتانوي ځواکونو لا دمخه د عراق په جنوبي برخه بصره نیولې وه، چې د عراق د تېلو د ډګرونو د کنټرول لپاره یې هڅه کوله. له هغه ځایه، د بغداد په لور د دوی پرمختګ ګړندی و، چې د ځایي سمندري برلاسي او د عثماني کمزوري دفاع په مرسته ترسره شو.

د عثماني مقاومت اراده

خو عثمانیان، سره له دې چې د کلونو جګړو څخه ستړي وو، مات شوي نه وو.

“موږ ډېری وختونه هېروو چې عثماني امپراتورۍ یوازې د بالکان جګړې، د ایټالیا-ترکي جګړې، او د '۹۳ روس-ترکي جګړې د ناورینونو څخه تېره شوې وه،” اق الین وايي. “خو بیا هم، په چناق قلعه - ګیلیپولي، او بیا په کُت العماره کې، موږ یو نوی روح ولید.”

د سلیمان عسکري بای، ساقالي نورالدین پاشا، علي احسان صابیس پاشا، او خلیل کُت پاشا په څېر قوماندانانو ځواکونه راټول کړل ترڅو د بریتانوي پرمختګ مخه ونیسي. هغوی د بغداد ۲۴ کیلومتره جنوب کې په سلمان پاک کې د بریتانوي ځواکونو مخه ونیوله او هغوی یې په کُت العماره کې محاصره کړل.

“ترکي عسکرو یوازې د امرونو له مخې نه، بلکې د یوې سترې موخې لپاره جګړه کوله. هغه پوهېده چې هغه یوازې خاوره نه، بلکې عزت، واکمني او تاریخ ساتي،”

د ۱۹۱۵ کال د دسمبر په ۲۷مه نېټه، د کُت العماره محاصره پیل شوه. د پنځو میاشتو لپاره، عثماني ځواکونو ښار په کلکه محاصره کړ، او د بریتانوي ځواکونو هره هڅه یې شنډه کړه. په پښو، د بخارۍ کښتیو او حتی د هوا له لارې.

“موږ رشوت ته اړتیا نه لرو”

کله چې د بریتانوي ځواکونو لوږه زیاته شوه، د هغوی قوماندان، جنرال ټاونشېنډ، د خبرو اترو هڅه وکړه. لومړی یې د یو میلیون بریتانوي سرو زرو وړاندیز وکړ ترڅو خوندي وتل ترلاسه کړي. بیا یې دا اندازه دوه چنده کړه. ټول وړاندیزونه رد شول.

“خلیل پاشا په ډاګه کړه: موږ دلته د سرو زرو لپاره نه یو راغلي. موږ دلته د خپلې خاورې نه د دفاع په خاطر راغلي یو،” اوکویوچو وايي. “دا د غنیمت جګړه نه وه، دا د عزت جګړه وه.”

“دا د تاریخ هغه نادرې شېبې دي چې لویدیځ، په خپل ټول ځواک سره، د یوه پیاوړي ځواک لخوا نه، بلکې د یوه هوډمن ځواک لخوا په ګونډو شو،”

کله چې د مرستې هڅې ناکامې شوې او توکي ختم شول، بریتانوي ځواکونو خپل د مهماتو ذخیره والوزوله. د ۱۹۱۶ کال د اپرېل په ۲۹مه نېټه، جنرال ټاونشېنډ تسلیم شو. د هغه شخصي توره، چې خلیل پاشا ته وړاندې شوې وه، په درناوي سره بېرته ورکړل شوه.

“دا عمل یوازې د ادب ښکارندوی نه و، بلکې دا د عثمانيانو طریقه وه چې وښيي: موږ د  د انتقام غوښتونکي نه یو بلکې د ویاړ سره بریالیتوب غوښتنونکې یو.” اق الین وايي “موږ دښمن ته سپکاوی ونه کړ. موږ هغوی ته وښودله چې حتی په جګړه کې، د اخلاقو لوړ ځای شته.”

په خندقونو کې باور

کُت العماره جګړه د عثمانيانو لخوا د زیات شمېر یا پرمختللو تجهیزاتو په مرسته ونه ګټل شو، بلکې د هوډ، زغم او باور په مرسته وګټل شوه.

“له لوړې قوماندې څخه تر خندق کې عسکر پورې، عثماني پوځ د باور په ځواک جګړه وکړه،” اق الین وايي. “حتی د پرله‌پسې ماتو وروسته، هغوی بیا ودرېدل، نه د فتحې لپاره، بلکې د بقا او میراث لپاره.”

همدا احساس څرګندوي: “هر تمدن د خپلو اتلانو د کیسو په مرسته جوړېږي. او زموږ اتلان په کُت العماره کې د امتیاز خاوندان نه وو—هغوی د اناتولیا، سوریې او عراق زامن وو. هغوی هغه ‘بې نومه سرتیري وو’ وو چې وفاداري یې د لوږې څخه اوږده وه.”

دا یوه جګړه وه چې مورال یې بدل کړ. په ځانګړې توګه د اسلامي نړۍ لپاره، دا وښوده چې عثمانیان لا ختم شوي  ندي، او دا چې روحاني هوډ لا هم په جګړه کې ځای لري.

د روح میراث

که څه هم د عراق لویه جبهه وروسته ړنګه شوه او بغداد په ۱۹۱۷ کال کې د بریتانوي ځواکونو لاس ته ولوېد، د کُت العماره  میراث ژوندی پاتې دی.

“کُت العماره د زوړ زمري وروستی غږ و،” اق الین وايي. “دا د عثماني امپراتورۍ وروستی بشپړ زړه‌ور دریځ و، او دا باید د پوځي تاریخ په یوه له زړورو پېښو کې یاد شي.”

“په کُت العماره کې اصلي بریا یوازې ستراتیژیکه نه وه، بلکې فرهنګي وه،” اوکویوجو زیاتوي. “دې  موږ ته یادونه وکړه چې یو ملت کولی شي ستړی، بې وزله، حتی ټپي وي، خو بیا هم د لویانو په هوډ جګړه وکړي.”

د دواړو پوهانو لپاره، د کُت العماره اهمیت لا هم پاتې دی.

“په داسې وخت کې چې نقشې بیا رسمېږي او ځواکونه پورته او ښکته کېږي، موږ باید هېره نه کړو چې روح څه ترلاسه کولی شي،” اق الین وايي. “کُت العماره یوازې د عثماني تاریخ یوه برخه نه ده—دا د دې شاهد دی چې کله یو ملت د ګونډو کېدو څخه انکار وکړي څه پېښېږي.”

د کُت العماره بریا د عثماني امپراتورۍ د وروستیو لویو پوځي بریاوو څخه یوه ده—هغه شېبه چې د اروپا د ناروغ سړي په نوم یادېدونکی ځواک د نړۍ تر ټولو ځواکمن امپراتورۍ ته یوازې د زړورتیا، باور او ستراتیژیکې ځیرکتیا په مرسته ماتې ورکړه.

د دې قوماندانان یوازې په یادونو کې نه، بلکې په نوم کې د دې میراث برخه شول: خلیل پاشا، د کُت العماره په جګړه کې د هغه د مشرتابه په ویاړ، د ۱۹۳۴ کال د نوم قانون له مخې د مصطفی کمال اتاترک لخوا ورته  “کُت” تخلص ورکړل شو.

په ورته ډول، علي احسان پاشا د صابیس جګړې په جریان کې د هغه د مهم رول په ویاړ، علي احسان صابیس شو.

دا نومونه، چې د جګړې په اورونو کې جوړ شوي، د هغه وخت د تلپاتې نښو په توګه پاتې دي چې جنرالان یوازې ترفیع نه ترلاسه کوله—هغوی د هغو بریاوو له لارې تلپاتې کېدل چې مشري یې کوله.

وپلټۍ
سوډان د تورکیې سوله‌ایز منځګړیتوب وړاندیز ته هرکلی وايي — د سوډان د بهرنیو چارو وزیر.
د لوور په موزیم کې تاریخي بدلون: "موناليزا" لپاره ځانګړې خونه.
د تورکي سریالونه په نړۍ کې د تورکي انځور ته بدلون ورکوي.
دمصر په حتشپسوت معبد کې نوي اثار کشف شول.
د جګړې د جرمونو محکمه په خطر کې ده: دجرمونو نړیوالې محکمې مشر.
'زما یوازینۍ غوښتنه مرګ وو': ژغورل شوي بندي د اسد په زندانونو کې شکنجه افشا کړه.
په نړۍ کې له ۱۰۰۰ څخه زیات ساینس پوهان د غزې د اوربند لپاره لیک لاسلیک کړ.
لبنان د سوریې د اغیزو لاندې نه  د ژغورنې په خاطر په مخ کې ډیره اوږده لار لري.
ایران په اسرائیل کې د ټولنیز پلوه منزوي شوي ځینې یهودان څه ډول د جاسوسانو په توګه جذب کړل؟
د ګولان د لوړو اهمیت او سرائیلو لخوا ددې سیمې د کنټرولو د هلو ځلو لامل په ډاګه شو
اروپایي اتحادیه که روسیه؟ په رومانیا کې دیموکراسي په ریښتیا څوک کمزورې کوي؟
یو فلسطیني ډاکټر چې د غزې نه د وتو څخه انکار کړی وو د اسرائیلو په زندان کې ژوند د لاسه ورکړ.
د اکتوبر په اومه د اسرائیلو او فلسطین د نښتې تاریخي اهمیت
ولې ۲۰۲۴ د بریکس د پرمختګ لپاره یو مهم کال و؟
د شولز تر سقوط وروسته، جرمني خپل ځان د پولې په سر مومي.
ټي آر ټي ګلوبل ته یوه کتنه وکړئ. خپل نظرونه زمونږ سره شریک کړئ!
Contact us