قزاقستان د تورکیې سره د معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې د لا زیاتې همکارۍ غوښتنه کوي.
د قزاقستان ولسمشر توکایف وايي، قزاقستان غواړي له تورکیې سره د معلوماتي ټکنالوژۍ او مصنوعي ځيرکتيا همکاري لا ژوره کړي
توکایف د انقرې د سفر پر مهال د تورکیې د دفاعي پرمختګونو ستاینه وکړه او د لا پیاوړې ډیجیټلي همکارۍ غوښتنه یې وکړه.
د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت توکایف اعلان وکړ چې هېواد یې چمتو دی له تورکیې سره د معلوماتي ټکنالوژۍ او مصنوعي ځيرکتيا په برخه کې ستراتیژیکه همکاري ژوره کړي.
توکایف د سې شنبې په ورځ د انقرې د رسمي سفر پر مهال د تورکيې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره په ګډه خبري ناسته کې څرګنده کړه چې ډیجیټلي نوښت اوس د معاصرو اقتصادونو یوه مهمه پايه ګڼل کېږي.
هغه وویل: "موږ له تورکیې سره د معلوماتي ټکنالوژۍ پر ګډ پرمختګ ځانګړی تمرکز کړی دی."
د تورکیې د مخ پر زیاتېدو دفاعي او ډیجیټلي وړتیاوو ستاینه
د تورکیې د دفاعي او ډیجیټلي وړتیاوو پرمختګ ته په اشارې، توکایف ولسمشر اردوغان ته مبارکي ورکړه چې د ۲۰۲۵م کال د جولای له ۲۲مې تر ۲۷مې پورې په استانبول کې یې د ۱۷م نړیوال دفاعي صنعت نندارتون (IDEF 2025) بریالی تنظیم کړ.
هغه وویل: "د تورکیې لاسته راوړنې په پوځي ټکنالوژۍ کې په ډېر اغېزناک ډول نندارې ته وړاندې شوې، او له نړیوالو کارپوهانو یې ستاینه ترلاسه کړه." نوموړي زیاته کړه: "په اقتصاد کې د معلوماتي ټکنالوژۍ پراختیا او د ډیجیټلي وسایلو کارونه نور یو انتخاب نه، بلکې یوه اړتیا ده."
توکایف دا هم وویل چې قازاقستان هم د معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې لوی پرمختګونه کړي، او دا مهال په مصنوعي ځيرکتيا کې په پراخ ډول پانګونه کوي، او هیله یې څرګنده کړه چې په دې برخو کې دوه اړخیزې هڅې به لا پسې پراخې شي.
توکایف وویل: "زموږ مخې ته ستر فرصتونه پراته دي څو د قازاقستان او تورکیې ترمنځ ستراتیژیک شراکت لا پراخ کړو."