نړۍ
3 دقیقې خواندن
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت به "ژر" خپل په سلګونو تنه کارکوونکی له دندو ګوښه کړي
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال مایکل ریګاس، د پنجشنبې په ورځ په یوه بیان کې وویل: "د بهرنیو چارو وزیر روبیو د مې په میاشت کې، د بیوروګانو لخوا وړاندې شوي پلانونه وکتل او تایید یې کړل، چې پکې د کارمندانو د شمیر کمول شامل وو.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت به "ژر" خپل په سلګونو تنه کارکوونکی له دندو ګوښه کړي
/ Reuters
20 ساعته مخکې

د امریکا د سترې محکمې لخوا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د غوښتنې پر بنسټ  د دولتي مامورینو د دندو نه د ګوښه کولو د پلان په چوکاټ کې د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی دی چې  ډېر ژر به یو پلان عملي کړي ترڅو خپل کارکوونکي کم کړي.

د بشري منابعو په برخه کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال مایکل ریګاس، د پنجشنبې په ورځ په یوه بیان کې وویل: "د بهرنیو چارو وزیر روبیو د مې په میاشت کې، د بیوروګانو لخوا وړاندې شوي پلانونه وکتل او تایید یې کړل، چې په کور دننه د کارکوونکو په شمېر کې هدفمند کمښت شامل دی."

ریګاس زیاته کړه: "ډېر ژر به وزارت له هغو کسانو سره اړیکه ونیسي چې د دې کمښت له امله اغېزمن شوي دي."

د بهرنیو چارو وزارت یوه لوړپوړي چارواکي خبریالانو ته وویل چې د برېښنالیک له لارې خبرتیاوې به "په یوه ورځ کې" واستول شي.

د وزارت دا اعلان یوازې دوه ورځې وروسته له هغه وشو چې سترې محکمې د ټرمپ د پلانونو په وړاندې د یوې ټیټې محکمې لخوا لګول شوی بند لرې کړ، کوم چې ښايي لسګونه زره حکومتي کارکوونکي له دندو ګوښه کړي.

څومره کسان به ګوښه کېږي؟

ریګاس د ګوښه کېدونکو کسانو کره شمېر ونه ښود، خو کله چې ترې وپوښتل شول چې دا شمېر د هغه ۱۸۰۰ کسانو سره څومره نږدې دی چې د روان کال په لومړیو کې کانګرس ته خبر ورکړل شوی و، د بهرنیو چارو وزارت لوړپوړي چارواکي وویل: "زه به ووایم چې دا شمېر ډېر نږدې دی."

دغه چارواکي همدارنګه وویل چې یوازې په امریکا کې مېشت کارکوونکي به اغېزمن شي او دا مهال په بهر کې د کارکوونکو د شمېر کمولو کوم پلان نشته.

د وزارت د یوې معلوماتي پاڼې له مخې، تېر کال په ټوله نړۍ کې د دې وزارت له ۸۰,۰۰۰ څخه زیات کارکوونکي وو، چې شاوخوا ۱۷,۷۰۰ یې په کور دننه دندې ترسره کولې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د اپرېل په پای کې د خپل وزارت د ستر جوړښت د بدلون اعلان وکړ او په ټولنیزو رسنیو کې یې یوه مقاله شریکه کړه چې د کارکوونکو د ۱۵ سلنه کمښت پلانونه یې په ډاګه کول.

منتقدین وایي چې د دې کمښت کچه به په نړیواله کچه د امریکا نفوذ کم کړي او ډېرو برخو ته به د خپلو ماموریتونو ترسره کول ستونزمن کړي.

له دې وروسته چې ټرمپ د جنورۍ په وروستیو کې سپینې ماڼۍ ته راستون شو، د فدرالي کارکوونکو د شمېر کمول یې د خپلو لومړیتوبونو څخه ګڼلي او د حکومت د موثریت د څانګې (DOGE) له لارې یې د دندو او لګښتونو په کمولو کې سخت ګامونه اخیستي، چې مخکې د هغه نږدې سلاکار ایلون مسک  ددې ادارې مشري کوله.

 

وپلټۍ
سوډان د تورکیې سوله‌ایز منځګړیتوب وړاندیز ته هرکلی وايي — د سوډان د بهرنیو چارو وزیر.
د لوور په موزیم کې تاریخي بدلون: "موناليزا" لپاره ځانګړې خونه.
د تورکي سریالونه په نړۍ کې د تورکي انځور ته بدلون ورکوي.
دمصر په حتشپسوت معبد کې نوي اثار کشف شول.
د جګړې د جرمونو محکمه په خطر کې ده: دجرمونو نړیوالې محکمې مشر.
'زما یوازینۍ غوښتنه مرګ وو': ژغورل شوي بندي د اسد په زندانونو کې شکنجه افشا کړه.
په نړۍ کې له ۱۰۰۰ څخه زیات ساینس پوهان د غزې د اوربند لپاره لیک لاسلیک کړ.
لبنان د سوریې د اغیزو لاندې نه  د ژغورنې په خاطر په مخ کې ډیره اوږده لار لري.
ایران په اسرائیل کې د ټولنیز پلوه منزوي شوي ځینې یهودان څه ډول د جاسوسانو په توګه جذب کړل؟
د ګولان د لوړو اهمیت او سرائیلو لخوا ددې سیمې د کنټرولو د هلو ځلو لامل په ډاګه شو
اروپایي اتحادیه که روسیه؟ په رومانیا کې دیموکراسي په ریښتیا څوک کمزورې کوي؟
یو فلسطیني ډاکټر چې د غزې نه د وتو څخه انکار کړی وو د اسرائیلو په زندان کې ژوند د لاسه ورکړ.
د اکتوبر په اومه د اسرائیلو او فلسطین د نښتې تاریخي اهمیت
ولې ۲۰۲۴ د بریکس د پرمختګ لپاره یو مهم کال و؟
د شولز تر سقوط وروسته، جرمني خپل ځان د پولې په سر مومي.
ټي آر ټي ګلوبل ته یوه کتنه وکړئ. خپل نظرونه زمونږ سره شریک کړئ!
Contact us